.د هلمند پوهنتون لپاره د کادري روغتون کمپلیکس د مهندسۍ طرحه وړاندي سوه

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۶:۵۸
کمپلیکس

د هلمند پوهنتون د کادري روغتون کمپلیکس د مهندسۍ لومړنۍ طرحه د کابل، له پولتخنیک پوهنتون څخه راغلي تخنیکي پلاوي له ‌خوا د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او تخنیکي کارکوونکو په حضور کي وړاندي سوه.

دغه مهمه ناسته د پوهنتون د ریاست مقام په انګړ کي ترسره سوه، چي په کښې د کابل پولتخنیک پوهنتون تجربه ‌لرونکي انجینرانو، د هلمند پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي رئیسانو، استادان او نور علمي او تخنیکي همکاران ګډون کړی و.

د انجینرۍ پلاوي له خوا د کادري روغتون کمپلیکس د جوړولو لپاره یوه شپږ‌ منزله ودانۍ طرحه وړاندي سوه، چي د نړیوالو ساختماني معیارونو مطابق جوړه سوې ده. د طرحي له مخي، روغتون به له پرمختللو اسانتیاوو، معیاري تشخیص، درملني، اداري او تعلیمي برخو څخه برخمن وي.

په دې ناسته کي د هلمند پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي استادانو او تخنیکي همکارانو  هم خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل، تر څو د طرحي د لا پیاوړتیا او تطبیق پر مهال له محلي اړتیاوو سره سم عمل وسي.

راغلی تخنیکي ټیم به د ودانۍ د موقعیت د تثبیت لپاره د ساحې تفصیلي سروې او همدارنګه جیو تخنیکي ازموینې هم ترسره کړي، ترڅو د ځمکي د جوړښت، استقامت او نورو اړینو معلوماتو پر بنسټ وروستۍ طرحه لا دقیق او د تطبیق وړ سي.

د پوهنتون رهبرۍ د راغلي تخنیکي ټیم  له زحمتونو څخه مننه وکړه او د دې پروژې پیل یې د سیمي او  پوهنتون د بنسټیز پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.

باید وویل سي، چي  د طرحي وروستۍ منظوري به له اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لاري تر لاسه کيږي او وروسته به د عملي کار پیل ته زمینه برابره سي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۸
Background image

.د غصب د مخنیوي په اړه د مشرتابه مقام ۴۳م هدایت تشریح سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د شخصي ځمکو د غیري قانوني تصرف او غصب د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله‌ و رعاه د ۱۴۴۰/۹/۱ نېټې د ۴۳. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۵
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ /لحدیث و /لتفسیر مفت.ي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون د رهبرۍ سره، پر یو لړ مهمو علمي موضوعاتو بحث وکړ.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۱
Background image

.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS