.په ټولنیز ژوند کي د عدل په سرلیک سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۳۹
سمینار

نن د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مسجد کي د اسلام له نظره په ټولنیز ژوند کي عدل تر عنوان لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي په کښي د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب په ټولنیز ژوند کي د عدل په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

نوموړي د عدل اسلامي مفهوم، د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کي یې اړتیا او د اسلامي تاریخ په رڼا کي یې  د تطبیق نمونې تشریح کړې.

ښاغلي ذاکر صاحب وویل، ټولنیز عدالت یوازي د قاضي یا حاکم مسؤلیت نه دی، دا د هر مسلمان د ژوند یوه مهمه برخه ده. نوموړي په ټینګار سره وویل،  چي ټولنه هغه وخت سوکاله او با ثباته وي، چي عدل په کښې عملي سي.

ښاغلي مولوی صاحب استادانو ته په اشاره وویل، په تدریس، ارزونو، سلوک او چلند کي باید عدالت ته لومړیتوب ورکړل سي. هغه زیاته کړه،  ازمویني، نصیحت، تشویق او جزا باید له هر ډول شخصي تمایل پرته، یوازي د حق پر بنسټ وي.

نوموړي همداراز اداري کارکوونکو ته پیغام ورکړ، چي د خدماتو وړاندي کول، تصمیم نیونه او د مراجعینو سره چلند باید د عدل پر بنسټ ترسره سي. هغه واسطه، تبعیض او سلیقوي پرېکړي د اسلامي عدالت خلاف عمل وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه, دسمبر 08 2025 3:11 PM
Background image

.د ټولنیزي دیندارۍ په اړه د دعوت او ارشاد آمریت تربیوي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ټولنيزي مسلماني او دیندارۍ تر عنوان لاندي یو مهم تربیوي سمینار ترسره سو. په دې معنوي سمینار کي د پوهنتون ګڼ شمېر. . .

سه شنبه, دسمبر 02 2025 3:25 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د مشرتابه مقام د ۳۳م هدایت تشریح وړاندي سوه

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د مشرتابه مقام د فرمانونو د تشریح په لړ کي د ۳۳م هدایت تفصیلي تشریح ترسره سوه. په دې علمي او دیني غونډه کي د پوهنتون رهبري، د پوهنځیو رئیسانو، د. . .

دوشنبه, دسمبر 01 2025 4:39 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرني پوهنځی محصلانو فراه پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر تر سره کړ

د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټيکلچر څانګې یو شمېر محصلانو د یادي پوهنځی د یو تن استاد د پوهنمل دوکتور شمس‌الدین وفا په مشرۍ، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د متقابلو تجربو د تبادلې. . .

BACK TO NEWS