د فزیک څانګي د آمر پيغام
الحمد لله رب العالمین، نحمده و نستعینه و نستغفره، والصلاة والسلام علی سیدنا محمدٍ و علی آله و أصحابه أجمعین.
الله جل جلاله هغه لایزال ذات دی چي د قدرت، علم او حکمت نښې یې د کایناتو په هره ذره او هر نظم کي ښکاري. د اسمانونو منظم حرکت، د ځمکې توازن، د انرژۍ تبادله او د ذرو تعامل د ده د عظمت، عدل او علم څرګندې نښې دي. فزیک د همدې الهي نظام د اسرارو د درک وسیله ده .
فزیک څانګه د علم، تحقیق او عمل یو مرکز دی، چي موخه یې د داسې علمي او تخنیکي کادرونو روزنه ده چي د هېواد د دفاع، اقتصادي پرمختګ، ځانبسیايي او د ټولنې د اصلاح په برخه کي اغېزمن رول ولوبوي. موږ هڅه کوو چي د نظري پوهې ترڅنګ عملي مهارتونه هم پیاوړي کړو، څو محصلین وکولای سي د نوي فکر، نوښت، او څېړنې له لارې د هېواد د علمي او تخنیکي بنسټونو د ودي سبب سي.
موږ باور لرو چي علم د پرمختګ بنسټ او د ملتونو د عزت سرچینه ده، او فزیک څانګه به د همدې باور پر بنسټ د علم، ایمان، او خدمت یو دروند مسوولیت ترسره کوي.
والسلام،
پوهنياررحمت الله افغان
د فزيک څانګي آمر
د فزیک څانګي پیژندنه
فزیک یو له هغو بنیادي علومو څخه دی چي، د عصري تکنالوژی په پرمختګ او د طبیعي پدیدو په درک کولو کي خورا مهم رول لري. ددې تر څنګ دا علم هغه اساسي او بنیادي پوهه وړاندي کوي چي مختلف علوم لکه کمپیوټر ساینس، انجنیري، ریاضي، کیمیا، بیولوژي او نور ورباندي استوار دی. ځیرک موبایلونه، کمپیوټرونه، روبوټونه، ټول ځمکني ، دریابي، هوایي او خلایي نقلیه وسایط ، راداري سیسټمونه، دفاعي سیسټمونه ، پرمختللي اسلحې، مصنوعي هوښیاري او په عموم کي ټوله 90% تکنالوژي د فزیک د علم محصول بلل کیږي. د فزیک زده کړه د انتقادي تفکر، د مسایلو د حل، او د معلوماتو د تحلیل مهارتونه پیاوړي کوي، او له دي درکه په مختلفو ساحو کي د غوره تصمیم نیوني په برخه کي مرسته کوي. د فزیک تخصص مختلف شغلي فرصتونه د زده کړو، تحقیق او پراختیا، صنعت او تکنالوژی او نورو برخو کي رامنځته کوي. د فزیک اړوند ملي او بین المللي همکاری د تکنالوژی د تبادلې، او د هیوادونو د علمي او اقتصادي پرمختګ لپاره لار هواروي، نو په دي اساس د فزیک علم ته ارزښت ورکول او ددې علم لپاره اساسي کار کول د افغانستان د پرمختګ لپاره خورا مهم او اړین دي.
فزیک څانګه د هلمند پوهنتون، ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي په کال (1392) هجري لمریز چي د (2013) میلادي کال سره سمون لري پرانیستل سوه، د همدغه کال د عمومي کانکور له لاري د ښووني او روزني پوهنځی په چوکاټ کي ورته محصلین معرفي سوه او تدریسي چاري یې پیل سوې، چي تر دي مهاله یې په 7 دورو کي (101) تنه فارغین د فزیک د مسلکي ښوونکو په توګه د ټولني د خدمت لپاره فارغ التحصیل کړي. د فزیک څانکي د تدریس چاري د 7 تنه استادانو لخوا پرمخ وړل کیږي چي د دې جملې څخه څلور تنه د ماسټرۍ په کچه زده کړي کړي دي او درې تنه د لیسانس تحصیلي درجې لرونکي دي.

ليرليد، رسالت او موخي
فزیک څانګه به د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو په رڼا کي ، د فزیک د علم زده کړي، څېړني او نوښت یو مخکښ مرکز وي چي د مسلکي او نوښتګرو کادرونو په روزلو د ټولني علمي، اقتصادي او صنعتي اړتیاوې پوره کړي.
- رسالت (Mission)
د فزیک څانګه د نوو میتودونو او عملي مهارتونو په کارولو سره، د اسلامي اصولو او نړیوالو معیارونو په رڼا کي، د لیسانس په کچه مسلکي فارغان روزي او د فزیکي علومو د پرمختګ او د ټکنالوژۍ، صنعت او اقتصاد په وده کي اغېزمنه ونډه اخلي.
- ستراتيژيکي موخي
- په تدریس او څېړنه کې د اسلامي، اخلاقي او ملي ارزښتونو پلي کول.
- د معیاري او نوښتګر تدریس او څېړنو له لاري د ساینسي او تخنیکي مهارتونو وده.
- د مسلکي او لوړې کچې علمي کادرونو روزنه او د هغوی د ظرفیت لوړونه.
- په فزیک کي د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو پراخول او د ټولني اړتیاوو ته علمي حل لاري موندل.
- د نړیوالو معیارونو پلي کول، د څانګي عصري کول او له نړۍ سره همکاري.
- د محصلینو د شمېر زیاتول او د عملي تجربو، څېړنیزو فرصتونو او نوښت هڅونه.
- بنسټیز ارزښتونه (Core Values)
- د اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو درناوی او د اخلاقي اصولو مراعات.
- د عدالت او مساوات تأمین او د هر ډول تبعیض مخنیوی.
- په تدریس، څېړنه او اداره کي د مسلکیتوب او لوړو علمي معیارونو پلي کول.
- د علمي ودې لپاره د اکاډمیکي آزادۍ او نوښت ملاتړ.
- د کیفیت لوړوالي ته دوامداره ژمنتیا.
- د ملي او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کي شفاف، حساب ورکوونکی او اغېزناک مدیریت.
تشکيلاتي جدول
د څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي د آمر په شمول د اوو تنو دايمي استادانو( څلور ماسټر او درې ليسانس ) په مټ مخته وړل کيږي.

د فزيک څانګي تحصيلي نصاب(کريکولم)







