د کرهڼي پوهنځي لنډه پیژندنه
کرهڼی پوهنځی د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي لومړنی پوهنځی ده چي په ۱۳۸۷ ه ل کال کی تأسیس او عملا یی په کار پیل وکړ. تر دې مهاله اګرانومي، بڼوالي، کرنیز اقتصاد او ترویج او حیواني علومو په څانګو کښې د لیسانس تر کچي خپلي ټولني ته په پوهي سمبال ځوانان د چوپړ لپاره وړاندي کوي. ددې تر څنګ د نبات ژغورني څانګه هم په خپل رسمي چوکاټ کښې لري چي د لوړو زده کړو تر منظور کیدو وروسته به په فعالیت پیل وکړي.
لرلید او رسالت
لرلید (VISION)
کرهڼي پوهنځی هڅه کوي چي د عصري، علممحوره او پایداري کرني له لاري مسلکي کدرونه وروزي، کرنیز نوښتونه رامنځته کړي او د کروندګرو ژوند ښه والي ته علمي حل لاري وړاندي کړي.
رسالت (MISSION)
د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي رسالت دا دی چي د کرنې په برخه کي وړ، متخصص او نوښتګر بشري ځواک وروزي، د علمي څېړنو او عصري زدهکړو له لاري کرنیزي ستونزي حل کړي او د ټولني اقتصادي وده، خوړو خونديتوب او چاپېریالي پایدارتیا ته عملي خدمتونه وړاندي کړي.
موخه (GOAL)
د معیاري علمي بهیر په رامنځته کولو سره ټولني ته په وړتیا سمبال کادرونه وړاندي کول او د همدې علمي کادرونو په مټ د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کي غوره والی راویستل ترڅو د هیواد د کرهڼیزي ټولني د ودي او پرمختګ سبب وګرځي.
