هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د درسي بهير پیل غونډه وسول

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۶:۲۶
د تحصيلي کال پیل

نېټه: ۱۴۴۶/٣/۴ هــ ق

نن د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کښې د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د درسي بهير د پیلېدو په موخه د دې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو په ګډون غونډه وسول.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه، په سر کښې د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي شيخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني د تحصيلي کال د پیل او نوو راغلو زده کړیالانو ته د مبارکۍ مراتب وړاندي کړل. ښاغلي حقاني وويل لوړي زده کړي انګېزه بخښونکي دي، د ترلاسه کولو لپاره یې عالي همت، لویه حوصلې، ښه چلند او ټینګي ارادې ته اړتیا ده. نوموړي محصلینو ته په خطاب کي و ویل: دا د شکر ځای دی، چي نن مستعد او متخصص استادان ستاسو د روزني لپاره په دې علمي بنسټ کي ګډون لري او سبا به بیا تاسي د دوی په څېر د نورو د روزني مسؤلیت په غاړه لرئ، نو په کار ده چي له ځانه بشپړ با استعداده اشخاص جوړ کړئ او د تخنیکي او حرفوي زده کړو تر څنګ، ځانونه په روحاني او عقیدوي علومو سمبال کړئ.

وروسته د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال محترم مفتي صدیق الله همت محصلانو ته ډاډ ورکړ، چي د تدریسي بهير د پیل لپاره لازم چمتوالی نيول سوی او ټول هغه توکي چي د درسي چاپیریال لپاره اړین دي، له مخکي نه چمتو سوي دي. ښاغلي همت محصلانو ته د ځوانۍ او د وخت څخه د سمي ګټي اخیستني په اړه ارزښتناکه سپارښتني وکړې.

د غونډي په وروستيو کي د نوموړي پوهنتون د دعوت او ارشاد امر محترم مولوي عبدالقيوم ذاکر محصلان نیکمرغه وبلل، چي لوړو زده کړو ته یې لار موندلې او اسلامي ټولني ته د خدمت لپاره ښوونه او روزنه ترلاسه کوي. ښاغلي ذاکر په خپلو خبرو کي وویل، اسلام  د سالم عقل انسانان د ځوانۍ له مرحلې مکلف ګرځوي او په اخرت کي هم د یادي دورې پوښتنه ترې کیږي، چي د دین او اسلامي ټولني  د خدمت لپاره یې څه کړي دي.

هغه له زده کړیالانو غوښتنه وکړل، چي د نړۍ په هر ګوټ کي  باید د اسلام ښه استازولي وکړئ او په اسلامي او عصري علومو کي بشپړه پوهه ترلاسه کړي.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS