.د هلمند پوهنتون له لوري په لښکرګاه کي د نشه یي توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس لوحې نصب سوې

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۲۶
لوحې

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹ ه.ق

هلمند پوهنتون په لښکرګاه ښار کي د "له نشه يي توکو پاک افغانستان" ملي کنفرانس لوحې نصب کړې، چې دغه اقدام د پوهنتون لخوا د یوې ستري ټولنیزي مبارزې په موخه ترسره سو.

 دا لوحې د پوهنتون د علمي او ټولنیز مسؤلیت ښودنه کوي او په ځانګړي توګه د نشه يي توکو د مصرف د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي زیاتولو ته د خلکو پام اړوي.

هلمند پوهنتون د دغه کنفرانس له لاري په پام کي لري، چي د افغانستان د ځوانانو او ټولني په منځ کي د نشه يي توکو په وړاندي مبارزه پیاوړې کړي او د دې ټولنیزي ستونزي په اړه د عامه پوهاوي لړۍ پراخه کړي. 

دغه کنفرانس به د 1403 هـ ش کال په وروستیو کي د هلمند پوهنتون په همکارۍ د ټولني د مختلفو برخو له څېړونکو، استادانو، د ويښ فکر خاوندانو، دولتي چارواکو او د ټولني د استازو په ګډون جوړ سي، چي پکښې به د هیواد په کچه لیکوالان او متبحر کسان د نشه یي توکو سره د مبارزې لارې چارې او په افغانستان کي د کوکنارو د بدیل کښت طرحي وړاندي کړي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS