په هلمند پوهنتون کي د ځنګلونو او چاپیریال ساتني په اړه د عامه پوهاوي سمینار وړاندي سو

د هلمند پوهنتون محصلانو ته د ځنګلونو او چاپیریال ساتني په اړه مهم د عامه پوهاوي سمینار وړاندي سو. دغه علمي او روزنیز سمینار د محصلانو چارو معاونیت له لوري د انجینري پوهنځي استاد پوهنیار غلام یحیی څرګند په همکارۍ وړاندي سو، چي په کښي د چاپیریال خوندیتوب، د اوبو د دوامداره کارولو او د طبیعي سرچینو د ارزښت په اړه مهم معلومات شامل وه.
د سمینار په پیل کي د چاپیریال پر مفهوم او په کښي موجود طبیعي عناصرو، اوبه، هوا، ځمکه، اور او خاوري باندي اساسي بحث وسو.
همداراز د اوبو د مناسب مدیریت، د ځنګلونو د وهلو مخنیوي او د ایکوسیستم د ساتني اړوند موضوعات هم مطرح سول.
په پریزنټېشن کي د اوبو د دوامداره کاروني پر اهمیت هم خبري وسوې او ګډونوالو ته د شنو سیمو د ارزښت، د طبیعي زېرمو د خوندي ساتولو او د ټولنیز مسؤلیتونو په اړه لارښووني وسوې.
د یادوني وړ ده، چي په افغانستان کي د چاپیریالي ننګونو له امله د داسي علمي او روزنیزو سمینارونو ارزښت ډیر دی. دغه ډول د عامه پوهاوي پروګرامونه مرسته کوي، چي د چاپیریال ساتني کلتور دود کړي او د طبیعي زېرمو د خوندي ساتلو لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.