.د هلمند پوهنتون محصلانو ترمنځ د ادبي، علمي او معلوماتي سمینارونو سیالي ترسره سوه

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۶:۸
سیالي

 

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د شرعیاتو پوهنځي له لوري، د محصلانو ترمنځ د یو لړ ادبي او معلوماتي سمینارونو د وړاندي کولو سیالي ترسره سوه، چي موخه یې د محصلانو څېړنیز او علمي ظرفیت لوړول، فکري پراخوالی او د علمي سیالۍ کلتور ته وده ورکول وه.

د هلمند پوهنتون د پنځلسو بېلا بېلو څانګو څخه لسګونو محصلانو پر مختلفو ادبي، علمي او اسلامي موضوعاتو سمینارونه ترتیب کړي وه، چي پر مهال یې د پوهنتون استادانو او سلګونو محصلینو حضور درلود.

د دې علمي پروګرام پیلوونکي او د هلمند پوهنتون د اسلامي ثقافت استاد، ښاغلي مفت / ي شیر محمد عاجز صاحب، د پروګرام د پرانیستي پر مهال په خپلو خبرو کي وویل، چي دا ډول علمي او فکري پروګرامونه د محصلانو د استعدادونو د راڅرګندولو، فکري روزني او نوښت ته د زمینې برابرولو لپاره خورا ارزښتناک دي.

نوموړي زیاته کړه، چي دا سيالۍ محصلان دېته چمتو کوي، تر څو د بحث، څېړني او بیان له لاري خپل فکري ظرفیتونه پراخ کړي او په راتلونکي کي د ټولني د مثبت بدلون لپاره مؤثر رول ولوبوي.

ورپسې د سیالۍ ګډونوالو محصلانو خپل علمي او څېړنیز مطالب، چي ډیره برخه یې پر اسلام، علم، فکري جګړې، ټولني او عقایدو باندي راڅرخېدل، وړاندي کړل.

د سیالۍ ارزونه به د دې پوهنتون له استادانو جوړ، ژوري پلاوي ترسره کړي، چي د محصلانو د څېړنیزي محتوا او وړاندي کولو مهارتونو پر بنسټ به غوره ګډونوال وټاکي او ستاینلیکونه به ورکړل سي.

باید وویل سي، چي تر دې وړاندي هم د پوهنتون له‌ خوا ورته پروګرامونه تنظیم سوي، چي په نتیجه کي یې لسګونو محصلانو ته بېلابېلي مادي او معنوي ډالۍ ورکړل سوي دي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS