.د علمي سیر ګروپ د خپل سفر راپور د هلمند پوهنتون رهبرۍ ته وړاندي کړ

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۶:۲۸
علمي سیر

د هلمند پوهنتون د علمي سیر ګډونوالو خپل ۱۱ ورځني علمي او معنوي سفر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او د خپل سفر تفصیلي راپور یې د ریاست مقام په دفتر کي د یو ځانګړي غونډي په ترڅ کي د پوهنتون رهبرۍ ته وړاندي کړ.

دا علمي سفر چي د پوهنتون د ۲۵ تنو همکارانو له خوا د سرطان په ۶ مه نېټه د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکتر سمیع الله سعید په مشری پیل سوی و، چي  په لړ کي یې د هیواد د ۱۳ مخکښو پوهنتونونو لکه: کندهار، کابل، پولي تخنیک، کابل ښوونه او روزنه، کاردان، بامیان، زابل، شیخ زاید، پکتیا، غزني پنجشیر، پروان، البیروني او نورو څخه لیدنه وکړه. دوی له یادو بنسټونو سره د اداري،  علمي، لابراتوارونو، کتابتونونو او نشراتي برخو کي تجربې تبادله کړې او اداري سیستمونه یې له نږدې وکتل.

د دې ګروپ د سفر معنوي اړخ هم ځانګړی ارزښت درلود، چي په کښې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد، سلطان محمود غزنوي، بهلول دانا، شاه دو شمشېره او شهداء صالحین زیارتونه شامل وو. ګډونوالو دا زیارتونه د دیني روحیې د پیاوړتیا او تاریخي درک لپاره مهم و بلل.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله "ابواحمد" صاحب د علمي سیر ګروپ له فعالیتونو ستاینه وکړه او دا سفر يې د واقعي لاسته راوړنو ډک وباله.

ښاغلي ابو احمد صاحب د دوی راپورونه یو په یوه واورېد او د راتلونکو ورته علمي سفرونو د دوام ملاتړ یې وکړ.

نوموړي ګډونوالو ته په خطاب کي و ویل: دا د الله تعالی ستر فضل دی چي ستاسي تګ او راتګ دواړه حالتونو کي خوشحال یو.

هغه همداراز زیاته کړه، چي علمي سفرونه د وخت د سترو علماوو او بزرګانو یوه ټاکلې تګلاره وه. دا هغه مسلک دی چي قرآن کریم د "قل سیروا فی الارض" په حکم کي ورته اشاره کړې ده. په همدې سفرونو کي انسان د علمي تجربو ترڅنګ د خلکو کلتوري، دیني او مدني وضعیت هم له نږدې پېژني، له همدې امله علماوو ویلي دي: "من لم یعلم بأهل زمانه فهو جاهل." څوک چې د خپل وخت د خلکو له حاله خبر نه وي، هغه ناپوه دی.

غونډه د دعاء په ویلو سره پایته و رسېدل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۸:۳۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي د زرګونو علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني ازموینه ترسره سوه!

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۱۰/۱۱
 هلمند پوهنتون  نن د علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني په پار زرګونو علماءو د ازمویني کوربه و، چي د یادي ازمویني په افتتاحیه مراسمو کي د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۳
Background image

اطلاعه تبدلیي محصلان از روزانه به شبانه

همانطوریکه در جریان هستید، بر اساس تصمیم شورای وزارت تحصیلات عالی، تبدیلدی محصلان از پوهنتون های روزانه به شبانه تا اطلاع ثانوی متوقف شده بود،
بر اساس دستور جدید وزارت محترم تحصیلات. . .
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .

BACK TO NEWS