.هلمند پوهنتون کي  د اسلام له نظره د ځوان مسؤولیتونه په اړه سلګونو محصلانو ته تربیوي سمینار وړاندي سوي

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۳۹
سمینار

 

د هلمند پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله مسجد جامع کي، د ښووني او روزني پوهنځی سلګونو محصلانو ته د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو مهم تربیوي سمینار وړاندي سو. 

په دې سمینار کي د اسلام له نظره د ځوان د شخصیت جوړښت، اخلاقي ارزښتونو، ټولنیز رسالت او فکري هوښیارۍ په اړه د دعوت او ارشاد  آمر محتر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري تفصیلي وینا وسوه.

په سمینار کي وويل سول، چي ځوان د أمت د راتلونکي اصلي ستن ده او لازمه ده چي خپل ژوند د اسلامي اخلاقو پر بنسټ جوړ کړي. محصل باید د حیاء، تضرع، رښتینولۍ او د استادانو، مشرانو او والدینو د احترام په برخه کي د ټولني لپاره بېلګه و اوسي.

ښاغلي ذاکر صاحب،  ټینګار وکړ چي اسلامي اخلاق د مسلمان شخصیت د ودي اساس دی او همدا ارزښتونه د سالمي ټولني په جوړښت کي رغنده رول لري. 

نوموړي محصلانو ته په خطاب کي وويل، چي ځوان باید د أمت درد احساس کړي، د مسلمانانو د فقر، جهل او ستونزو په لیدلو غافل نه سي، بلکي د اصلاح او بدلون لپاره خپله ونډه ادا کړي. هغه زياته کړه چي فکري انحراف، فرهنګي یرغل او اخلاقي انحطاط د نن سبا لوی خطرونه دي او د دې خطرونو پر وړاندي قوي مبارزه د ځوانو محصلینو مهم مسؤولیت دی.

سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS