.د هلمند پوهنتون رئیس د ازموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۳
صحنې

نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د پوهنتون د روانو شل سلنو ازموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه او د ازموینو بهیر یې له نږدې وڅاره.

په دې لیدنه کي د هلمند پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست، مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حبیب الرحمن حبیب، د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت، د کیفیت لوړاوي آمر پوهنیار جاهدالله درانی او د اړیکو او عامه پوهاوي آمر مولوي عبدالباري حنظله هم حضور درلود.

د لیدني پر مهال د پوهنتون رئیس د ازموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه، د ازموینو پاڼي یې وکتلې او د ازموینو د بهیر د څرنګوالي په اړه یې د محصلانو نظرونه واورېدل. نوموړي د محصلانو څخه د هغوی د رضایت پوښتنه هم وکړه او ټینګار یې وکړ، چي ازمویني باید په منظم او شفاف ډول ترسره سي.

ښاغلي ابو احمد صاحب د محصلانو سره په خبرو کي هغوی وهڅول، چي د سوالونو په حل کولو کي پوره هڅه وکړي او د مایوسۍ څخه ځان وساتي.

د یادوني وړ ده چي د هلمند پوهنتون رهبري وخت پر وخت د ازموینو او تدریسي بهیر څخه لیدنه کوي، څو د زده کړو کیفیت او د ازموینو شفافیت لا پیاوړی سي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS