.هلمند پوهنتون کي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د شهادت په پار دعا وسوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۴:۲۴
دعا

نېټه: ۱۰/۶/۱۴۴۶ ه.ق

تېره ورځ د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د یوه بزدلانه ځان وژونکي برید له کبله د شهادت لوړ مقام ته ورسید. د برید پر مهال نوموړی د جماعت لمانځه ته حاضر سوی وو.

د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کښې د دې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو لخوا د نوموړي د روح د ارامښت لپاره دعا وسوه. د غونډي په ترڅ کي ټولو ګډونوالو لاسونه لپه کړل او د الله (ج) له دربار څخه يې د شهید لپاره د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

په همدې مناسبت د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر هم خپله وینا وکړه. هغه وویل چي دا بریدګر خوارج دي او د اسلام د تاریخ له پیل څخه دغسي افرادو تل د مسلمانانو ترمنځ د نفاق او ویرې خورولو هڅي کړي دي. هغه زیاته کړه چي خوارجو تل مسلمانان په ناحقه وژلي او د اسلامي امت یووالی يې زیانمن کړی دی.

مولوي ذاکر ټینګار وکړ چي دغسې بزدلانه بریدونه د افغان جهاد پروره ملت ارادې نسي کمزوري کولی. نوموړی زیاتوي،  افغان مېړني ملت تل د خپل وطن د ساتني لپاره قربانۍ ورکړي او په راتلونکي کي به هم د خپل هیواد د ساتنې لپاره چمتو وي. هغه وویل چي د افغانستان تاریخ د سرښندنو او قربانیو شاهدي ورکوي او افغان ولس به د دښمنانو پر وړاندي تل په یوه صف کي ولاړ وي.

په پای کي ګډونوالو د شهید الحاج خلیل الرحمن په یاد دعا وکړه او د الله جل جلاله له لوی درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه وسول.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS