.هلمند پوهنتون کي د دیني او اصلاحي مجلسونو د ارزښت او اغېزو په اړه سمینار ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۶:۲۸
خبرتیا

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د اسلام له نظره د دیني او اصلاحي مجلسونو د ارزښت او اغېزې تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي سمینار جوړ سو، چي په‌ کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب، په خپله وینا کي وویل، چي دیني او اصلاحي مجلسونه د فردي اصلاح ترڅنګ د ټولني د فکري یووالي او د بدعتونو او انحرافاتو د مخنیوي لپاره اغېزمن رول لري.

هغه زیاته کړه، اسلامي دعوت اورېدل د ګناهونو څخه د ځان ساتني یوه مؤثره لار ده. صحابه کرامو به خپل واړه اولادونه هم دې مجلسونو ته بیول، څو د دیني او اصلاحي خبرو په اورېدو  عادت سي.

مولوي ذاکر صاحب، په خپل بیان کي دا ډول مجلسونه له هره اړخه ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چي دا ډول غونډي د خلکو تر منځ د ورورولۍ او یووالي فضا پیاوړې کوي او ناسم رواجونه او ټولنیز اختلافات له منځه وړي.

د دعوت او ارشاد آمر،  له ګډونوالو وغوښتل چي د عامه پوهاوي په برخه کي هم خپل مسؤلیت ادا کړي او په ټولګي، بهرني چاپيریال، کورني فضا او په مروجو رسنیو کي  د دیني او اصلاحي ارزښتونو خپرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS