.هلمند پوهنتون کي د علمي مقالې لیکلو دوه ورځنی علمي ورکشاپ ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۴۳
د مقالې لیکلو ورکشاپ

د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کښې، د مقالې لیکلو اړوند دوه ورځنی علمي ورکشاپ ترسره سو. په دې ورکشاپ کي د شرعیاتو پوهنځي استادان، د علماوو شورا استازي او د جهادي مدرسې علمأ کرامو ګډون کړی و.

ورکشاپ د مسلکي پرمختیا مرکز د عمومي مدیر نیاز محمد احساس لخوا وړاندي سو، نوموړي، د مقالې لیکلو بنسټیز مفاهیم، شکلي جوړښت، د منځپانګي تنظیم، د سرچینو د حواله کولو اصول او د څېړنیزو موضوعاتو د پراختیا لاري په تفصیل سره تشریح کړې.

ګډونوالو ته په دې ورکشاپ کي دا هم وښودل سوه،  چي څنګه د مقالې مقدمه ولیکي، د څېړنیزو سرچینو څخه سمه استفاده وسي او د څېړنیز بحث محتوا په مسلکي ډول عیار کړي.

دغه دوه ورځنی علمي پروګرام، د ګډونوالو د پوهي د لوړولو ترڅنګ د څېړنیزو لیکنو د فرهنګ پیاوړتیا او د علمي معیارونو د عامولو هڅه وه. چي په وروستي ورځ ګډونوالو ته د پوهنتون له لوري تصدیقونه هم ورکړل سوه.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS