.هلمند پوهنتون کي د علمي مقالې لیکلو دوه ورځنی علمي ورکشاپ ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۴۳
د مقالې لیکلو ورکشاپ

د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کښې، د مقالې لیکلو اړوند دوه ورځنی علمي ورکشاپ ترسره سو. په دې ورکشاپ کي د شرعیاتو پوهنځي استادان، د علماوو شورا استازي او د جهادي مدرسې علمأ کرامو ګډون کړی و.

ورکشاپ د مسلکي پرمختیا مرکز د عمومي مدیر نیاز محمد احساس لخوا وړاندي سو، نوموړي، د مقالې لیکلو بنسټیز مفاهیم، شکلي جوړښت، د منځپانګي تنظیم، د سرچینو د حواله کولو اصول او د څېړنیزو موضوعاتو د پراختیا لاري په تفصیل سره تشریح کړې.

ګډونوالو ته په دې ورکشاپ کي دا هم وښودل سوه،  چي څنګه د مقالې مقدمه ولیکي، د څېړنیزو سرچینو څخه سمه استفاده وسي او د څېړنیز بحث محتوا په مسلکي ډول عیار کړي.

دغه دوه ورځنی علمي پروګرام، د ګډونوالو د پوهي د لوړولو ترڅنګ د څېړنیزو لیکنو د فرهنګ پیاوړتیا او د علمي معیارونو د عامولو هڅه وه. چي په وروستي ورځ ګډونوالو ته د پوهنتون له لوري تصدیقونه هم ورکړل سوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۳۴
Background image

.د علم او اخلاقو ترمنځ اړیکي تر عنوان لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد امريت له لوري د «علم او اخلاق ترمنځ اړیکه» تر عنوان لاندي اصلاحي سمینار  وړاندي سو، چي په کښې استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي. . .

شنبه, اپرېل 11 2026 2:01 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د برېښنايي اداینو د پراختیا په اړه معلوماتي سمینار وړاندي سو

نن، د هلمند پوهنتون د امام خطابي بستي رحمه الله تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د برېښنايي اداینو د پراختیا لارښود تر عنوان لاندي معلوماتي سمینار وړاندي سو. چي پر مهال یې د. . .

چهارشنبه, اپرېل 08 2026 3:54 PM
Background image

.د ښووني او روزني پوهنځي علمي او اداري فعاليتونه و ارزول سوه

د پوهنځیو د ارزونو د لړۍ په دوام، نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د دې پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS