.د اهل سنت والجماعت عقيدې په اړه ديني او علمي سمينار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۴۹
سمینار

نن د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اهل سنت والجماعت د عقيدې په اړه ديني او علمي سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارمندانو ګډون کړی و.

په پيل کي د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي عبدالقيوم ذاکر صاحب د سمينار د موخو او ارزښت په اړه خبري وکړې او د اهل سنت والجماعت د عقيدې اصلي اصول يې په ساده او څرګنده توګه تشريح کړل.

نوموړي وویل، چي د اسلام سپېڅلی دين اعتدال، منځلارۍ او د قرآن او سنتو پيروۍ ته خلک رابولي او هر ډول افراطي تمايلونه د دې مبارک دين له اساساتو سره په ټکر کي دي.

ښاغلي مولوي عبدالقيوم ذاکر صاحب د اهل سنت و الجماعت ډلي د عقیدوي اساساتو په اړه مفصل بحث وکړ او زياته یې کړه چي د دې عقیدې پیرویانو ته لازمه ده، چي د ټولني د اصلاح لپاره خپلي هڅي وکړي او اجتماع ته دي د منځلارۍ، ورورولۍ او د دې عقېدې په رڼا کي دیني پیغامونه ورسوي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS