.هلمند پوهنتون د نشه‌ يي توکو د مخنیوي ملي کنفرانس ته کوربه ‌توب کوي

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۴۶
کنفرانس

له نشه توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس د نږدې کېدو په درشل کي، چي د هلمند پوهنتون له لوري د عامه پوهاوي په پار د ښار په ګڼو ساحو کي تبلیغاتي لوحې نصب سوې.

دغه ملي کنفرانس به د روان کال د عقرب میاشتي پر ۵مه، ۶مه او ۷مه نېټه د هلمند پوهنتون په کوربه‌ توب ترسره سي، چي د هیواد له ګوټ ګوټ څخه به دینی علماء کرام، د پوهنتونونو استادان، متخصیصین، پوهان، استادان او د دیني مدارسو استازي ګډون ولري.

د هلمند پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمر مولوي عبدالباري حنظله وایي، چی د یاد کنفرانس موخه دا ده، څو د نشه ‌يي توکو د مخنیوي په برخه کي د دیني نصوصو، علمي څېړنو، ټولنیزو واقعیتونو او د بدیل معیشت د لارو چارو په اړه پراخ بحثونه او علمي مقالې وړاندي سي، چي په دې سره به د مخدره موادو د روحي، فکري، اقتصادي او کورنۍ اغېزو، د هغوی د له منځه وړلو حل لاري او د دولت او ولس د ګډ مسئولیت لاري چاري لا څرګندي سي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS