.په هلمند پوهنتون کي "د استاد مسؤولیتونه د ټولني په وړاندي" تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو
نېټه: ۲۴/۵/۱۴۴۶ ه.ق
نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کښي "د استاد مسؤلیتونه د ټولني په وړاندي" تر عنوان لاندي یو اصلاحي سمینار د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته وړاندي سو.
د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د استادانو د مسؤلیتونو په اړه تفصیلي خبري وکړې. نوموړي وویل، چي استادان یوازي د پوهي په انتقال کي مسؤلیت نه لري، بلکه د کورنۍ او ټولني د اسلامي، اخلاقي، کلتوري او ټولنیز بدلون او پرمختګ کي هم مهم رول لري.
ښاغلي ذاکر وویل، مسؤلیت هغه ستره دنده ده، چي یو فرد یې په ټولنه کي د خپل مقام او دندي په اساس لري. هغه د استادانو مسؤلیتونو ته په اشاره وویل، چي استادان باید د ټولني په برخه کي خپل ځانګړی رول اداء کړي.
نوموړي زیاته کړه، چي هر استاد باید د ټولني د ناوړه رواجونو د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار سي او خپله پوهه او مسلکي مشورې دي د نورو سره شريکي کړي، ترڅو د ټولني د علم او شعور په برخه کي بدلون رامنځته سي.