په هلمند پوهنتون کي د یو شمېر دیني مدارسو استادانو ته د څېړني مېتودولوژۍ څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد 

helmand@123
Tue, Feb 25 2025 2:50 PM

نېټه: ۲۶/۸/۱۴۴۶ هـق کال

په هلمند پوهنتون کي د دیني مدارسو استادانو ته په حنفي فقهي کي د څېړني میتودولوژۍ څلور ورځنی سیمنار پای ته ورسېد. دغه سیمنار چي د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت د غونډو په مرکز کي ترتیب سوی وو، په کښې د هلمند ولایت د یو شمېر دیني مدارسو څخه لسګونو استادانو ګډون درلود

د سمینار استادان د مسلکي پرمختیا آمر مولوي عبدالحمید هلمندی او د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور مولوي نقیب الله ثاقب وو، چي دواړو د څېړنیزو مېتودونو پر پېژندني، اساسي اصولو او مرحلو سربېره په حنفي فقه کي د څېړني پر ارزښت، مېتودولوژۍ او تطبیق هر اړخیز بحثونه وکړل او دغه راز  یې د فقهي شخصیت ، د فقهي جزئې ، د قلمي اثارو او   پر فقهي موضوعاتو د څېړنیزو مېتودونو د اصولو او مرحلو تطبیق په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل.

باید وویل سي، چي دا لومړی ځل دی چي هلمند پوهنتون د څېړني په برخه کي د دیني مدارسو و منسوبینو ته علمي سمینارونه وړاندي کوي، د هلمند پوهنتون رهبري عزم لري چي د ورته سمینارونو لړۍ د هلمند تر ټولو مدارسو پوري و غځوي، چي په وینا یې د دا ډول روزنیزو سمینارونو دوام به د دیني مدارسو استادان د عصري څېړنیزو معیارونو سره بشپړ اشنا کړي، چي له مخي به یې د همدې اصولو او معیارونو  په رڼا کي د اسلامي علومو پراختیا ته وده ورکړي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS