.د نبوي سنتو اهمیت د عصري ستونزو په حل کي  تر سرلیک لاندي  یو اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
Tue, Jul 29 2025 3:46 PM
د سنتو اتباع

نن د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري  د علمي فعالیتونو د دوام په لړ کي " د نبوي سنتو اهمیت د عصري ستونزو په حل کي " تر سرلیک لاندي یو  اصلاحي سمینار وړاندي سو.

دغه سمینار د ریاست مقام ودانۍ مخته په مسجد شریف کي تنظیم سوی و، چي د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي همکارانو په کښې  ګډون درلود.

د علمي سمینار وړاندي کوونکی د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم صاحب و، چي د رسول الله ﷺ د سنتو د پیروی پر ارزښت یې تفصیلي او علمي وینا واوروله. نوموړي د سنتو تعریف، ډولونه (قولی، فعلی او تقریری) او د هغوی شرعي مقام بیان کړ. هغه وویل چي  د سنتو پیروي د ایمان یوه مهمه نښه ده او د قرآن کریم له لارښووني سره سم، د الله جل جلاله د محبت ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د رسول الله ﷺ پیروي ده.

مولوي صاحب زیاته کړه، چي د سنتو پیروي د فرد په ژوند کي اخلاقي او باطني بدلون راولي او تر څنګ یې د ټولني په اصلاح کې هم ژور اثر لري. هغه وویل، که ټولنه د سنتو مطابق ژوند وکړي، نو بې عدالتي، اخلاقي فساد او ټولنیزي ستونزي به له منځه ولاړ سي.

هغه همدا راز یادونه وکړه،  چي د سنتو غفلت د دیني کمزورۍ، روحاني خلا او د امت د ستونزو اصلي لامل دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چي سنت د هر مسلمان لپاره د ژوند عملي لارښود دی، چي د امت د وحدت او بیدارۍ بنسټ پرې ولاړ دی. هغه وویل چې د نبي کریم ﷺ سنت د اخلاقو، معاملاتو، کورنۍ ژوند، ټولنیزو اړیکو او حتی د رهبرۍ لپاره یو کامل نظام وړاندي کوي.

په پای کي مولوي عبدالقیوم صاحب له ګډونوالو وغوښتل، چي د سنتو زده‌ کړي او عملي کولو برخي ته بشپړ پام وکړي او د خپلو محصلینو، کورنیو او ټولني تر منځ دا روحیه خپره کړي.

 سمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدی.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS