.د هلمند پوهنتون رئیس د استادانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه

helmand@123
Thu, Jan 29 2026 2:29 PM
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي جومات کي د یاد پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث والتفسیر مفتي شریف‌الله ابو احمد صاحب، د پوهنځیو له رئیسانو، آمرینو او استادانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

د ناستې په پیل کي محترم مفتي صاحب په خپله وینا کي وویل، چي د مسؤلینو او استادانو په توګه موږ ته ګڼ شمېر دنیوي او اخروي مکلفیتونه را سپارل سوي دي. نوموړي استادانو ته وویل، چي نوی سمسټر د پیلېدو په حال کي دی، نو اړینه ده چي له بشپړ چمتوالي سره یې پیل کړي او د تدریس کیفیت لا پیاوړی کړي؛ ځکه کورنۍ د همدې پوهنتون د استادانو پر اعتبار خپل اولادونه دې علمي بنسټ ته رالېږي.

هغه زیاته کړه، چي دا یو لوی دنیوي او اخروي مسؤلیت دی، چي باید د دین، مذهب او د ټولني د بقا په رڼا کي په ښه توګه ادا سي. مفتي صاحب همدارنګه ټینګار وکړ، چي محصلین باید د مسلکي زده‌کړو تر څنګ له دیني او معنوي ارزښتونو سره هم اشنا سي او په دې برخه کي ټول استادان ستر مسؤلیت لري.

د پوهنتون رئیس صاحب د تدریسي کیفیت د لوړولو پر اهمیت هم خبري وکړې او ویې ویل، چي استادان باید د محصلینو پر روزنه بشپړ تمرکز وکړي، د وخت له غوښتنو سره سم نوي او ګټور معلومات محصلینو ته انتقال کړي او د تدریس معیارونه لا لوړ کړي. نوموړي همدارنګه د تدریسي بهیر د پیاوړتیا لپاره د یوې باصلاحیته کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ، چي د تدریسي چارو دوامداره ارزونه وکړي او د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبي لاري چاري ولټوي.

ورپسې د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار محمد نعیم دوست صاحب، هم وینا وکړه. هغه د کیفیت لوړاوي پروسې د معیارونو پر تطبیق، د ارزوني پر تګلاري او د استادانو د مسؤلیتونو په اړه تفصیلي خبري وکړې.

محترم دوست صاحب وویل، چي دا مهال په هیواد کي سرتاسري امنیت ټینګ دی او اسلامي نظام تر بل هر وخت پر تعلیمي بنسټونو ډېر لګښتونه کوي؛ نو د پرمختګ لپاره یې له استادانو وغوښتل، چي د ځوانو محصلینو په اغېزمنه او مستعده روزنه کي خپلي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

د ناستي په وروستي کي پر یو شمېر تدریسي چارو د ګډونوالو سره مشورې ترسره سوې او د تدریسي کیفیت د لوړولو په برخه کي یې پر عملي کولو هم بحث ترسره سو.

ناسته په دعائیې وینا سره پای ته ورسېده.

 

 

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS