د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو لوی مدیریت خبرتیا
د هلمند پوهنتون ریاست خپل د غونډو د تالارونو د ترمیم پروژه د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي؛ نو ټول په شرایطو برابر شرکتونه چي د داوطلبي په پروسه کي د برخي اخيستلو لپاره لیوالتیا لري کولای سي چي د ۱۴۰۳/۴/۶ نیټي څخه بیا تر۱۴۰۳/۴/۲۷ نیټي پوري خپل درخواست پاڼي د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته د (۵۸۰۰۰۰) پينځه سوه اتیا زره افغانۍ د آفر تضمين سره وسپارئ او شرط پاڼه ترلاسه کړئ.
تر یادي نېټې وروسته او د انټرنیټ له لاري را رسېدلي افرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانستنه په ۱۴۰۳/۴/۲۸ لمریزي نېټې چي د پنج شنبې ورځي سره سمون لري، د هلمند پوهنتون ریاست مقام کي ترسره کیږي.