د هلمند پوهنتون علمي شورا غونډه

helu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۴۵
image

د هلمند پوهنتون علمي شورا غونډه نېټه: ۱۶/۶/۱۴۰۲ ورځ: پنج شنبه د هلمند پوهنتون د رئیس په مشرۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه. په دې غونډه کي چي د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او مسؤلینو ګډون درلود په ځینو اړینو موضوعاتو خبري وسوې. د یاد پوهنتون محترم رئیس شیخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني" صاحب په خپلو خبرو کي په چارو کي په اخلاص او رښتینولي ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه: هر مسؤلیت چي راسپارل کېږي باید په پوره ژمنتیا او پاک نیت سره یې ترسره کړو. نوموړي وویل چي د وزارت مقام سره به په همږغۍ د استادانو او زده کړیالانو د شته ستونزو د حل موندلو په برخه کي کار کوي. ورپسې د یاد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله "سعید" صاحب د یاد پوهنتون د پروژو اړوند معلومات وړاندي کړل د نویو او تر کار لاندي پروژو لکه: د ودانیو د ترمیم، انجنیري او کرنیز ماشینري، لابراتوار او سولري برېښنا پروژو د تکمیل او اړوند مواردو په اړه یې اړین معلومات وړاندي کړل. د یاد پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم "دوست" صاحب د درسي بهیر په پیل مهي سپارښتني وکړې. همدا ډول یې د زده کړیالانو د تیوریکي زده کړي ترڅنګ په عملي ډول د تجربو سرته رسول، له تخنیکي آلاتو او لابراتوار سره زده کړیالانو بلدولو او اشنا کولو هم ټینګار وکړ. همدا راز د په یاده غونډه کي د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او مسؤلینو لخوا یو شمېر اړین تصمیمونه ونیول سول. هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه شنبه, سپتمبر 29 2026 4:44 PM
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS