د چاپیریال ساتني د اوونۍ په پار معلوماتي پرزینټېشن وړاندي سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۳:۱۱
چاپیریال ساتنه

 

نن یکشنبه په هلمند پوهنتون کي د چاپیریال ساتني د اوونۍ د لمانځ غونډي په لړ کي  معلوماتي  پرزينټېشن وړاندي سو.

یاده غونډه  چي د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي وه، د مسلکي پراختیا مرکز په ګډي همکارۍ په داسي حال کي  چي د یاد پوهنتون رهبرۍ، د لښکرګاه ښاروالۍ او د چاپیریال ساتني ریاستونو استازو، استادانو، کارمندانو او محصلانو حضور درلود، د چاپیریال ساتنۍ د اوونۍ د لمانځني په پار معلوماتي پرزینټېشن وړاندي سو.

د پیل وینا  د چاپیریال ساتني رياست د اړیکو او اطلاعاتو لوی مدیر ښاغلي سید احمد نظري وکړل او د چاپیريال ساتني په اړه یې خبري وکړې.

ورپسې د چاپیریال ساتني سرپرست رئیس ښاغلي سمیع الله سالم د چاپیریال ساتني په برخه کي د خلکو د مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه.

بیا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د پاک چاپیریال د رامنځته کولو او په ټولنه کي یې د ارزښت په باب وینا وکړله.

علمي مرستیال وویل:”چیري چي سمسورتیا وي، هلته به ژوندي موجودات ته د اوسېدو معيارونه مهیا وي، نو لازمه ده، چي د خپل ژوند د بقاء لپاره د پاک چاپیریال په رامنځته کولو کي هر فرد خپل مسؤلیت وپیژنو. “

د غونډي په لړ کي د نوموړي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز امر ښاغلي مولوي عبدالحمید هلمندي د اسلام له نظره د چاپیریال ساتني پر موضوع رڼا واچوله.

ښاغلي هلمندي وویل :”اسلام پاکي د ایمان برخه ګڼلې، پاک چاپیریال رامنځته کول يواځي ټولنیز مسؤلیت نه دي بلکي د اسلام مبارک دین خلک په پاکۍ امر کړي دي. “

په وروستیو کي د انجینري پوهنځي د استاد ښاغلي پوهنمل عبدالولي هجران له لوري د چاپیریال ساتني معلوماتي پرزينټېشن وړاندي سو. چي په کښې د چاپیریال پیژندنه، د اقلیم بدلون، د رامنځته کېدو عوامل او ځيني نورو مطالب ګډونوالو ته روښانه سول.

د یادولو وړ ده، چي په دې وروستیو کي په نړیواله کچه اقلیمي بدلون د وچکالۍ او هوا د تودوخي د کچي د ډیرښت سره سره ګڼي نوري ستونزي هم رامنځته کړي، چي د ژونديو موجوداتو پر ژوند یې ډیر منفي تاثیر پر آيښی دی.

 

نېټه: ۸/۱۱/۱۴۴۵ ه.ق

هلمند پوهنتون

د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS