د چاپیریال ساتني د اوونۍ په پار معلوماتي پرزینټېشن وړاندي سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۳:۱۱
چاپیریال ساتنه

نن یکشنبه په هلمند پوهنتون کي د چاپیریال ساتني د اوونۍ د لمانځ غونډي په لړ کي  معلوماتي  پرزينټېشن وړاندي سو.

یاده غونډه  چي د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي وه، د مسلکي پراختیا مرکز په ګډي همکارۍ په داسي حال کي  چي د یاد پوهنتون رهبرۍ، د لښکرګاه ښاروالۍ او د چاپیریال ساتني ریاستونو استازو، استادانو، کارمندانو او محصلانو حضور درلود، د چاپیریال ساتنۍ د اوونۍ د لمانځني په پار معلوماتي پرزینټېشن وړاندي سو.

د پیل وینا  د چاپیریال ساتني رياست د اړیکو او اطلاعاتو لوی مدیر ښاغلي سید احمد نظري وکړل او د چاپیريال ساتني په اړه یې خبري وکړې.

ورپسې د چاپیریال ساتني سرپرست رئیس ښاغلي سمیع الله سالم د چاپیریال ساتني په برخه کي د خلکو د مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه.

بیا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د پاک چاپیریال د رامنځته کولو او په ټولنه کي یې د ارزښت په باب وینا وکړله.

علمي مرستیال وویل:چیري چي سمسورتیا وي، هلته به ژوندي موجودات ته د اوسېدو معيارونه مهیا وي، نو لازمه ده، چي د خپل ژوند د بقاء لپاره د پاک چاپیریال په رامنځته کولو کي هر فرد خپل مسؤلیت وپیژنو.

د غونډي په لړ کي د نوموړي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز امر ښاغلي مولوي عبدالحمید هلمندي د اسلام له نظره د چاپیریال ساتني پر موضوع رڼا واچوله.

ښاغلي هلمندي وویل :اسلام پاکي د ایمان برخه ګڼلې، پاک چاپیریال رامنځته کول يواځي ټولنیز مسؤلیت نه دي بلکي د اسلام مبارک دین خلک په پاکۍ امر کړي دي.

په وروستیو کي د انجینري پوهنځي د استاد ښاغلي پوهنمل عبدالولي هجران له لوري د چاپیریال ساتني معلوماتي پرزينټېشن وړاندي سو. چي په کښې د چاپیریال پیژندنه، د اقلیم بدلون، د رامنځته کېدو عوامل او ځيني نورو مطالب ګډونوالو ته روښانه سول.

د یادولو وړ ده، چي په دې وروستیو کي په نړیواله کچه اقلیمي بدلون د وچکالۍ او هوا د تودوخي د کچي د ډیرښت سره سره ګڼي نوري ستونزي هم رامنځته کړي، چي د ژونديو موجوداتو پر ژوند یې ډیر منفي تاثیر پر آيښی دی.

 

نېټه: ۸/۱۱/۱۴۴۵ ه.ق

هلمند پوهنتون

د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه, نوومبر 11 2024 12:09 PM
Background image

د هلمند پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو

نېټه: ۹/۵/۱۴۴۶ هـ.ق

نن دوشنبه، د هلمند پوهنتون د ریاست په انګړ کي د هلمند پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مولوي حافظ محمد نسیم "حقاني" او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د رئیس. . .

یکشنبه, نوومبر 10 2024 3:30 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي د ارزونې پایلو شریکولو غونډه ترسره سول

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۸ هـ  ق

نن یکشنبه، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د کیفیت لوړاوي آمریت له لوري د ارزونو د پایلو شریکولو په موخه غونډه ترسره سوه. په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ،. . .

شنبه, نوومبر 09 2024 3:22 PM
Background image

د علمي همکاریو او اړیکو د ټینګښت په موخه د هلمند پوهنتون  او غزني تخنیکي پوهنتون ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لیکونه لاسلیک سو

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۷ ه.ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون د ریاست په انګړ کي د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه د هلمند پوهنتون د رئیس شيخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسيم "حقاني" او د غزني تخنیکي پوهنتون د رئیس. . .

BACK TO NEWS