.هلمند پوهنتون کي د عامه پوهاوي په موخه لوحې نصب سوې

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۵۳
لوحې

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۳ ه.ق

د هلمند پوهنتون په انګړ، څلور لارو او دهلېزونو کي د عامه پوهاوي په موخه پیغامونه او د ادرس ښوولو  شاوخوا "
۶۰" پایې لوحې نصب سوې.

دا لوحې د یاد پوهنتون د نشراتو او عامه پوهاوي آمریت لخوا نصب سوي، چي په کښې یو شمېر یې د پوهنتون مختلفي برخي درسي ټولګي، دفترونه او د ځینو نورو سیمو ادرسونه ښيي، چي له دې سره محصلین او نوي راتلونکي کسان او بهرني مېلمانه کولای سي، پرته له کومي ستونزي خپل مطلوب ځای ته ورسیږي.

په یادو لوحو  کي ډیره برخه عامه پوهاوي ته ځانګړې سوې، چي په کښې د هیواد د یو شمېر مؤثقو علمآء کرامو، پوهانو او أمراوو اقوال، جملې او پیغامونه لیکل سوي، چي محصلین هڅوي، تر څو د اسلام، علم، ملي شتمنیو او د هیواد د راتلونکي په اړه خپلو مسؤلیتونو ته په جدي توګه پام وکړي او د زده کړي او غوره اخلاقو په لور ګام پورته کړي.

باید وویل سي، چي هلمند پوهنتون پلان لري، په راتلونکي کي د عامه پوهاوي د لا ښه والي لپاره پیغامي او د عامه پوهاوي لوحې نصب کړي. چي دا ډول هڅي د محصلینو په تعلیمي او ټولنیزي وده کي مهمه ونډه لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS