هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه پیل سوه!

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۸
image
هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه پیل سوه!
نېټه: ۱۴۰۲/۵/۱۲
نن پنج شنبه د یولړ مراسمو په ترڅ کي د هلمند ولایت د کانکور ازموینه په هلمند پوهنتون کي پیل سوه چي په دې مراسمو کي د هلمند پوهنتون محترم رئیس حافظ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکتر سمیع الله سعید صاحب، د یاد پوهنتون علمي مرستیال محترم پوهنیار محمد نعیم دوست صاحب، له کابل څخه د ازمویني د ملي ادارې د پلاوي مسؤل پوهنمل محمد فاروق حکیمي صاحب، د هلمند پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.
په پیل کي د هلمند پوهنتون محترم رئیس حافظ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب د غونډي ټولو ګډونوالوته ښه راغلاست ووایه وروسته يې د ازمویني د ملي ادارې له مسؤلینو او هلمند پوهنتون له استادانو څخه مننه وکړه چي د ۱۴۰۲ کال د کانکور د ګډون والو محصلینوته يې د ازمویني اړوند اسانتیاوي برابري کړي دي.
همداراز نوموړي وویل هلمند ولایت چي د افغانستان یو ستر ولایت دی په دې ولایت کي باید زیات شمېر محصلین د کانکور په ازموینوکي ګډون ولري هغه وویل په هلمند ولایت کي په ۱۴۰۲ کال کي به ۱۸۰۰ تنه محصلین ازموینه ورکړي.
د کانکور ازمویني کمیټې مسؤل پوهنمل محمد فاروق حکیمي صاحب وویل زموږ د ازمویني کمېټه هڅه کوي چي دا پروسه شفافه او له هرډول درغلیو څخه خوندي سرته ورسوي هغه د هلمند پوهنتون له استادانو څخه غوښتنه وکړه چي د ازموینو په دي پروسه کي له پوره دقت څخه کار واخلي او د ازمویني له ګډون والو سره په اړوند برخو کي مرسته وکړي.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS