هلمند پوهنتون کي د 1402 هـ ل کال کانکور ازمویني د نظم په موخه غونډه ترسره سوه!

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۳
image
هلمند پوهنتون کي د 1402 هـ ل کال کانکور ازمویني د نظم په موخه غونډه ترسره سوه!
هلمند پوهنتون ریاست مقام کي د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازمویني د نظم، سمون او لا ښې همږغۍ د رامنځته کولو په موخه د مرکز څخه د استاد پوهنمل محمد فاروق حکیمي په مشرۍ راغلي پلاوي او د یاد پوهنتون مسؤلینو تر منځ ګډه ناسته ترسره سوه.
تر څو کانکور ازموینه چي د هلمند ولایت زیات شمیر د ښوونځیو فارغان به ګډون پکښي وکړي په شفاف او عادلانه ډول ترسره سي.
همدارنګه نوموړي هیئت او د هلمند پوهنتون مسؤلینو د هلمند ولایت مقام او پوهني ریاست مقام سره هم د همږغۍ د رامنځته کولو په موخه ناستي درلودې.
د یادولو وړ ده چي په یاده ازموینه کي به هغه کسان چي له ښوونځیو څخه فارغ سوي وي او د کانکور ازمویني ته یې له وړاندي نوم لیکنه کړې وي، او همدارنګه د دیني مدارسو د خامسې او عالیې درجې فارغ کسان چي مخکي یې کانکور ته نوم لیکنه کړې وي ګډون کولاى سي.
بايومتريک به د سه شنبې او چهار شنبې ورځي چي د رواني مياشتي د 10 او 11 نېټې سره سمون خوري تر سره سي او ازموينه به د پنج شنبې او جمعې په ورځو چي د رواني مياشتي له 12 او 13 نېټې سره برابره ده واخيستل سي.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:40 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:38 PM
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:33 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS