.په هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۴ هـ ل کال د کانکور بایومټریک پروسه پیل سوه

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۶:۱۳
بایومټریک

په هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې په تړاو د کانکور ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر رسماً پیل سو.

یاده پروسه، چي د دوو ورځو (سې شنبه او چهارشنبه)  پوري به دوام مومي، د ازموینو ملي اداري د راغلي پلاوي له لوري، د دې پوهنتون د رهبرۍ تر کتني لاندي،  د هغه ګډونوالو د یایومټریک معلومات د ثبت بهیر پیل سوی، چي د دولسم ټولګي له فراغت وروسته یې د کانکور شمولیت کارتونه ترلاسه کړي وي.

په دې جریان کي، هم مهاله د هلمند پوهنتون استادانو، ګډونوالو ته د ازمویني د تګلاري، د پوهنځیو د انتخاب او د ازمویني د اصولو په اړه هر اړخیزي لارښووني هم پیل کړي، څو نوماندان وکولای سي د کانکور ازموینه په اعتماد او چمتووالي سره ترسره کړي.

باید وویل سي، چي د کانکور ازموینه به د رواني اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو، د سهار پر  شپږو بجو پیل سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS