هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

helu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
انځور
ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه ،چي د یاد پوهنتون لوړ رتبه مسؤلینو، اداري کارکوونکو او استادانو په دې غونډه کي ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو پیل سوه.
پیلیزه وینا د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم ډاکټر سمیع الله سعید وکړه او نوموړو نویو استادانو ته د ښه راغلاست تر څنګ ننۍ ورځ د هلمند پوهنتون په تاریخ کي، یوه بهترینه ورځ وبلله چي، د هلمند په کچه تکړه او با استعداده علماء کرام، شیوخ عظام، مدرسین د استادانو په توګه وټاکل سول، ښاغلي سعید له قدرمندو علماء کرامو څخه غوښتنه وکړه چي د محصلینو په فکري او عقیدوي روزنه کي خپل پوره پوره وس وکړي، او خپل په راتګ سره باید نور هم پوهنتون ته اسلامي، مذهبي او افغاني رنګ ور کړي.
د وینا په برخه کي د هلمند پوهنتون محترم رئیس پوهنیار محمد سورګل عبد الرحمن ته هم بلنه ورکړل سوه، نوموړي نویو راغلو استادانو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویله او په ټولنه کي یې د علماوو په ارزښت ګټوري خبري وکړې.
نوموړي وویل چي یاد پوهنتون ته په دومره زیات شمېر د شیخانو، باتجربه مدرسینو او په لوړه کچه د د دیني علماوو راتګ، ډېر د افتخار ځای دی.
د اسلامي ثقافت د نویو استادانو په استازولی مفتي شیر احمد عاجز صیب خبري وکړې او ویې ویل هلمند پوهنتون ته د علماء کرامو راتګ د هلمندي ولس او د یاد پوهنتون د محصلینو لپاره ډېر موثر تمامېدلای سي ځکه همدا علماء دي چي، ولسونو ته د سمي لاري لارښوونه کوي او د دنیا او اخرت د ستونزو حل لاره ورته معلومه ده.
نوموړي خوښي وښوده چي، د ښه راغلاست مراسم ورته نیول سوي دي.
غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 13 2024 3:09 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د کرهڼي او مالدارۍ د علمي څېړنو کنفرانس پيل سو

نېټه: ۱۴۰۳/۷/۲۲ ه.ش

نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د کرهڼي او مالدارۍ د علمي څېړنو کنفرانس د دوو ورځو لپاره پيل سو.

 

ياد کنفرانس چي د دې پوهنتون د علمي څېړنو آمريت. . .

یکشنبه, اکتوبر 06 2024 3:49 PM
Background image

د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار وړاندي سو

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
 

نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې و جدید الشمول محصلینو ته د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 4:48 PM
Background image

د کندهار پوهنتون رئیس د یو علمي سفر په ترڅ کي د هلمند پوهنتون له چارو څخه لیدنه وکړل

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۲۸ ه.ق
 

نن سې شنبه د کندهار پوهنتون رئیس او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړل.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي چي د. . .

BACK TO NEWS