هلمند پوهنتون کي درې ورځنی دیني او علمي سیمنار پای ته ورسېد!

helu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۴۷
انځور
ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۸/۱۶
څرنګه چي د نن ورځي(وروستۍ ورځي) لپاره دوه علمي او دیني موضوعات مو لرل، لومړۍ موضوع( د مسلمانانو د امیر حقوق او واجبات) چي د شیخ الحدیث و التفسیر الحاج مولوي محمد سعیدي صاحب له لوري وړاندي سوه، د مسلمانانو حقوق او د امیر د حقوقو په اړه یې پوره توضیحات ورکړل او د مسلمانانو خدمت یې د امیر دنده وبلله.
بله موضوع( د جهاد حقیقت او اهمیت) تر سرلیک لاندي د شیخ الحدیث و التفسیر الحاج مفتي شریف الله صاحب له لوري وړاندي سوه، د جهاد ډولونه او حقیقت یې د سمینار ګډونوالو ته وړاندي کړ. نوموړی سیمنار چي د لوړو زده کړو وزارت په هدایت او همکارۍ سره دایر سوی و، درې ورځي یې دوام وکړ، چي د سترو دیني او علمي شخصیتونو له لوري وړاندي سو.
د مناقشو په برخه کي بېلابېلي پوښتني او بحثونه مطرح سول، چي د ګډونوالو په علمي، فکري او معلوماتي اړخونو کي به مثبت تاثیر ولري.
د سمینار د اختتامیې ارزونه د هلمند پوهنتون د علمي مرستیال( پوهنیار محمد نعیم دوست) له لوري وسوه، په ټوله کي یې یاد سمینار ډېر ګټور وباله او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د دا ډول او همدارنګه د مسلکي رشتو په برخه کي د نورو سمینارونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په اخیر کي دا درې ورځنی سمینار د هلمند پوهنتون د مسجد ملا امام(الحاج مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب) له لوري د اختتامیه دعا په کولو پای ته ورسید.
نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۵
Background image

.د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د مشرتابه مقام د ۳۳م هدایت تشریح وړاندي سوه

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د مشرتابه مقام د فرمانونو د تشریح په لړ کي د ۳۳م هدایت تفصیلي تشریح ترسره سوه. په دې علمي او دیني غونډه کي د پوهنتون رهبري، د پوهنځیو رئیسانو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۶:۳۹
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرني پوهنځی محصلانو فراه پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر تر سره کړ

د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټيکلچر څانګې یو شمېر محصلانو د یادي پوهنځی د یو تن استاد د پوهنمل دوکتور شمس‌الدین وفا په مشرۍ، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د متقابلو تجربو د تبادلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۶:۳۵
Background image

.له زده کړو وروسته د مسؤلیت پرېښودلو شرعي مکلفیت او ټولنیز زیان په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري له زده کړو وروسته له مسؤلیته پر شا کيدو شرعي ارزونه او ټولنیز تاوان پر  موضوع اصلاحي سمینار ترسره سو. دغه سمینار د دعوت. . .

BACK TO NEWS