د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۳۰
ورکشاپ

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د هلمند پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست، د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو سربیره د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسساتو استازو هم ګډون درلود.

د ورکشاپ د پیل وینا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست وکړل، نوموړي د پوهنتونونو پر علمي چاپیریال باندي د تضمین کیفیت ارزښت او اغیز بیان کړ.

ورپسې راغلي پلاوي ښاغلي پوهنیار محمد آمین د روان ورکشاپ او د لوړو زده کړو په چوکاټ کي  د کیفیت د تضمین پر مؤثریت او تاثیراتو بحث  وکړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت استازو  پوهنوال میر عظم الدین هاشمي او پوهنمل دوکتور محمد داؤد احمدزي له لوري ورکشاپ راپیل سو، چي د راتلونکي اوونۍ تر یکشنبې، د دریو ورځو لپاره به دوام و مومي.

د یادولو وړ ده، چي دا ډول لنډ مهاله ورکشاپونه څو ځله د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره په بیلا بیلو څانګو په ځانګړي ډول د تضمین کیفیت په برخه کي وړاندي سوي دي.

نېټه: ۱۴۴۵/۱۱/۱۵ ه.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه, نوومبر 05 2026 10:55 AM
Background image

د بیولوژي محصلینو خپلي څېړنیزي پایلي له روغتیايي مسؤلینو سره شریکي کړې.

د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د بیولوژي څانګي د څلورم ټولګي محصلینو او استادانو له لوري د څېړنیزو پایلو د شریکولو او عامه پوهاوي په موخه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست له. . .

دوشنبه, نوومبر 02 2026 2:40 PM
Background image

د هلمند پوهنتون په نوښت د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پرانيستنه وسوه.

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي په نوښت، د ادبي او فرهنګي بهير او «څراغ» ادبي جريدې پرانيستنه وسوه. په دې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو،. . .

یکشنبه, اکتوبر 25 2026 2:41 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

BACK TO NEWS