د لوړو زده کړو مالي او اداري معین د هلمند پوهنتون د چارو څخه ليدنه وکړل.
نېټه: ۱۸/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق
نن دوشنبه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي حافظ مولوي محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال د هلمند پوهنتون له چارو د نږدې څخه لیدنه وکړل.
په پیل کي د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي الحاج حافظ محمد نسیم حقاني د لوړو زده کړو مالي او اداري معین ته ښه راغلاست ووایه او په ياد پوهنتون کي یې د روانو چارو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړه.
ورپسي د ياد پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر سمیع الله سعید او علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د هلمند پوهنتون پر لاسته راوړونو او راتلونکو پلانونو بحث وکړ.
د ليدني په بهیر کي د لوړو زده کړو مالي او اداري معين د پوهنتون د رهبرۍ هڅي ښه و ارزولې او د هر راز همکاریو ډاډ یې وړاندي کړ.
هلمند پوهنتون