د ادارې او مدیریت درې ورځنی ورکشاپ پيل سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۲۸
ورکشاپ

نېټه: ۱۴۴۵/۱/۱۷ ه.ق

د هلمند پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ  د هلمند، سیندیزي حوزې لوی ریاست او فرعي  حوزې ریاست اداري کارمندانو ته د اداري او مدیریت اړوند د وړتیا لوړني درې ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د ادارې او مدیریت بسنټونه، پلان جوړونه او د وخت مدیریت د ورکشاپ مرکزي مطالب دي، چي د هلمند پوهنتون  د استادانو له لوري به د دریو ورځو په لړ کي وړاندي سي.

هیره دي نه وي، چي هلمند پوهنتون د  اکاډمیکو همکاریو او وړتیا لوړوني هوکړه لیکونه، د ګڼو ادارو سره لاسلیک کړي، چي پر بنسټ به یې، یادو ادارو ته د ورکشاپونو دا لړۍ  دوام پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۱
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS