هلمند پوهنتون کي د مینډلې پروګرام د پیژندني په اړه سمينار وړاندي سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۶:۵
مینډلې

نېټه: 1446/3/23 ه. ق

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا د غونډو په تالار کي د مینډلې کمپیوټري پروګرام د پیژندني او کارولو په اړه محصلانو ته  سمینار وړاندي سو.
دا سمينار چي د مسلکي پرمختیا مرکز په تخنیکي همکارۍ د اقتصاد پوهنځۍ لخوا چمتو سوی، د یاد پوهنځي د استاد نامزد پوهنیار حکمت الله خادم له لوري د دې پوهنتون د څلورم ټولګیو استازو ته وړاندي سو.
په دې سمينار کي د کمپیوټري پروګرام مینډلې چي په څېړنیزه ساحه کي د کارولو وړ دی، د استعمال پر لارو چارو بحث وسو.
دغه راز د یاد پروګرام په مرسته د سرچینو تنظیمول، څېړونکي د ګروپ په مرسته سره په اړیکي کي کول او د څېړنیزو مقالو په ډیجیټل شکل ساتولو او نورو برخو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۸
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۷
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

.د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان د توضیح سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ټولنیز پوهاوي په موخه د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ګډون. . .

BACK TO NEWS