هلمند والي د هلمند پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او محصلانو سره وکتل

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۵:۱۵
لیدنه

نېټه: 1446/4/17 هـ ق
 

نن یکشنبه د هلمند والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن "مسلم کندوزي" د هلمند پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او محصلانو سره وکتل.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي چي د هلمند والي، مل پلاوي، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري غړو او زده کړیالانو حضور درلود، د پیل وینا د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني" د ښه راغلاست په ویلو شروع کړه. هغه د والي صاحب په راتګ خوښي وښوده او د ولایت مقام د هلو ځلو په ځانګړي ډول د پوهنتون سره د تل پاتي همکارۍ په پار مننه وکړل او زیاته یې کړل، چي د پوهنتون په ټولو چارو کي د یاد مقام مسؤلینو تل زموږ غوښتنو ته په ورین تندي ځواب ویلی او په هره برخه کي یې د خپل توان مطابق هلي ځلي او مرسته کړې.

وروسته د هلمند والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن "مسلم کندزي" صاحب محصلانو ته وینا وکړل، ښاغلي کندوزي په خپلو خبرو کي وویل، چي افغانان د ډیرو سختو ازمایښتونو په پایله کي یو مټي سول. هغه تیرو حالاتو ته په اشاره و ویل، ښه مي یاد دي، چي د هیواد د یوې سیمي خلک بلي ساحې ته په تګ سره اندېښمن وه، ځکه په لارو کي د ډیرو ننګونو سره مخ وو. خو نن الحمدلله هغه ټولي ستونزي پای ته رسېدلي، چي ښه بیلګه یې په پوهنتون کي د ګڼو اقوامو څخه د زده کړیالانو حضور دی.

نوموړي محصلانو ته په وینا کي د هغوی د مسؤلیتونو یادونه وکړل، ده و ویل، اوس وخت دی چي ټول مټي د وطن د بیا رغاوني او د نورو له احتیاجه د خلاصون لپاره را ونغاړو، نوموړي محصلانو ته په مسلکي برخه کي د کردار په تړاو و ویل، پکار ده چي هره ورځ د خپلو کړو کارونو په تړاو د ځان سره محاسبه وکړئ، چي د هیواد لپاره مو څه کړي او څه ته نور اړتیا سته.

ښاغلي والي زیاته کړه، چي خلک باید ستاسي له اعمالو او اخلاقو اغیزمن سي، تر دې کچي چي تاسي ته په کتو د هغو په رفتار کي لا تغیر راسي.

دغه راز د هلمند والي په وروستي کي له محصلانو څخه وغوښتل، چي د وخت څخه په اغیزمن ډول ګټه واخلي او هغه کړنو او وسایلو ته اجازه ور نکړي، چي د دوۍ د روزني خنډ ګرځي او شخصيت يې زيانمنوي.

هغه زده کړیالانو ته د هغوی د کورنۍ یادونه وکړل، چي سخت کار کوي او ستاسي مالي ملاتړ کوي او له تاسي هیله لري، چي د یو مسؤل ځوان په صفت لاسته راوړني ولرئ او د دوی او هیواد نوم وځلوئ.

ښاغلي والي د هلمند پوهنتون د رهبرۍ هلي ځلي او محصلانو ته د باکیفیته خدمتونو او فرصتونو د چمتو کولو په پار د هغوۍ د کړنو ستاینه وکړل او زیاته یې کړل، چي ولایتي اداره تل د تعليمي بنسټونو په ځانګړي ډول د دې پوهنتون سره هر راز همکارئ ته چمتو ده.

غونډه د اختتامیه دعاء په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:48 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:47 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:34 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان د توضیح سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ټولنیز پوهاوي په موخه د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ګډون. . .

BACK TO NEWS