.په عباداتو کي د ادابو او اخلاقو د مراعات په اړه اصلاحي سمینار ترسره سو
نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارشاداتو له مخي په عباداتو کي اداب او اخلاق د مراعات تر سرلیک لاندي يو اصلاحي سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
سمینار د دعوت ارشاد آمر مولوی عبدالقیوم ذاکر صاحب په وینا پیل سو، نوموړي وویل: دا د شکر ځای دی چي په اسلامي ټولنه کي ژوند کوو، خو اوس هم په لارو او جوماتونو کي د یو شمېر ځوانانو له لوري د عباداتو آداب او اخلاق نه مراعتیږي، چي دا د اندېښنې ځای دی.
ښاغلي ذاکر صاحب د اسلامي نصوصو په استناد وویل، چي عبادت يواځي ظاهري عمل مه بولئ، په دې عمل کي پر ظاهري پاکۍ سربېره، د نیت د پاکوالي، تقوا او ادب په منځ کي د عبادت حقیقي ارزښت پروت دی، هغه وړاندي زیاته کړه، مسلمان ته پکار ده، چي جومات ته د تګ په وخت کي له نامناسبو خبرو ځان وساتي او د عبادت ځای ته د درناوي په روحيې قدمونه واخلي، ترڅو د پوره اجر څخه برخمن سي.
نوموړي وویل: ګډونوال دي په ټولګیو او کورونو کي د عباداتو د أدابو او اخلاقو په ځانګړي ډول د آذان د احترام، د خطبې د اورېدو پر مهال د چوپتیا، د صفونو د برابر ساتلو، د لمونځ د وختي ادا کولو او د عباداتو پر مهال د تضرع او ادابو د مراعات ارزښت په ډاګه کړي.
ښاغلي ذاکر صاحب په جومات کي د نورو مزاحمت او د دنیاوي خبرو یادول په اصل کي د عبادات ادابو ته نه پاملرنه وګڼل، نوموړي ګډونوالو ته وویل، چي مسلمان باید د عبادت پر مهال د ادب، تضرع او اطاعت ښکاره مثال وي، ځکه چي ادب د عبادت د قبلېدو له مهمو شرطونو څخه شمېرل کېږي.
هغه په دې برخه کي د استادانو رول مهمه وباله او د دوۍ څخه یې وغوښتل، چي د خپل درسي محتویاتو ترڅنګ د عباداتو د أدابو او اخلاقو په اړه هم محصلینو ته پوهاوی ورکړي.
