هلمند ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب راتګ!

helu_admin
Tue, Mar 14 2023 11:01 AM
Image
نېټه: ۱۴۴۴/۸/۲۰
ورځ: دوشنبه
هلمند پوهنتون غونډو تالار کي د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم صاحب ته، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه، چي د هلمند پوهنتون ریس صاحب، معاونین صاحبان، استادان، اداري کارکوونکي، د هلمند د خصوصي پوهنتونونو مسولین، ولایت مقام مرستیال والي مولوي عبد الرحمن کندوزی صاحب، د علماوو شورا معاون محترم شیخ الحدیث مولوي محمد ګل صاحب او ګڼ شمېر علماوو کرامو په یاده
غونډه کي ګډون کړی و.
له معمول سره سم، غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو شیخ مولوي عبد الستار صاحب راپیل کړه، ورپسې د هلمند پوهنتون محترم ریس پوهنیار محمد سورګل عبد الرحمن صاحب وینا وکړه، او په پیل کي یې،محترم وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووایه.
ده د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د ملاتړ څخه مننه وکړه، چي وخت په وخت یې ددوی لاس نیوی کړی، او همدارنګه یې له هلمند پوهنتون سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل: د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام څخه مو غوښتنه داده چي،
هلمند د لوړو زده کړو موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا ورکړي،
د طب او کمپیوټر ساینس پوهنځى په تشکیل کي راته منظور کړي، هلمند کي دی،یو مجهز کادري روغتون تاسیس سي ،
د نیمه کاره پروژو د بشپړولو په برخه کي دي همکاري وسي، او همدارنګه يې هلمند پوهنتون د کرني او وترنرۍ پوهنځیو لپاره، له یاد وزارت څخه د اختصاصي بودیجې غوښتنه وکړه.
د هلمند ولایت د علماوو شورا په استازولۍ شیخ مولوي محمد ګل صاحب وینا وکړه، افغانان او ټوله اسلامي نړۍ یې اتحاد او یووالي ته راوبلل، نوموړي وویل:
اتحاد او یووالی د طبیعت غوښتنه ده، د تاریخ په اوږدو کي په هیڅ وخت کي، انسانانو یوازي ژوند نه دی کړی بلکی، په اتحاد او یووالي کي یې ژوند کړی.
په مخکنیو پېړیو کي به انسانانو د ژبی، رنګ، قوم او سمت په اساس سره راټول وه، اما اسلام د عقیدې په اساس پر نړیوال اتحاد ټینګار کوي او همدا یی اصل هم دی،
لکه څنګه چي یې د عبادت پر وخت یوه لوري یعني قبلې ته پر مخامخ کېدلو امر کړی دی، مطلب دا چي، دین موږ یووالي ته رابولي.
نوموړي زیاته کړه:
د بې اتفاقۍ اصل د عقیدي له بیلتون څخه رامنځته کیږي، ظاهري اختلاف د جنګ لامل نه دی
بلکی د عقیدې او مفکورې جلاوالی د بیلتون او بې اتفاقۍ لامل ګرځي.
چا چی د اسلام خلاف د بل مفکورې منلي، نه یی اسلام ته ګټه رسولي نه ملک ته.
نوموړي همدارنګه
د اسلامي ا-م-ا-ر-ت سیاست تر ټولو غوره سیاست وباله چي د نړۍ زبرځواک ته یي په تشو لاسونو اما قوي عزم او د الله تعالی په ځانګړي نصرت، سیاسي، پوځي او اقتصادي ماتي ورکړه.
ور پسې د هلمند پوهنتون یو تن محترم استاد پوهنیار حمید الله حمیدي صاحب د استادانو په استازولۍ خبري وکړې، نوموړي په پیل کي د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او یاد ولایت ته یې د محترم وزیر صاحب په راتګ خوښي څرګنده کړه، نوموړي د علم په اهمیت عالمانه خبري وکړې، نوموړي وویل:
همدا علم دی چي بشریت ته رواني او فکري قوت وروبخښي او د یوه ملت برخلیک په ټاکلو کي ستره ونډه لري، نوموړي له وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه چي استادانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کي لا زیاته مرسته وکړي هلمندد لوړو زده کړو موسسه دي پوهنتون سي، د طب او کمپیوټر ساینس پوهنځی دي ورکړل سي،
هلمند ته دي ځانګړې بودیجه ورکړل سي، د استادانو په ظرفیت لوړونه کي دي همکاري وسي او د استادانو د بورسونو لپاره دي د فیس ستونزه حل سي.
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم صاحب وینا وکړه، نوموړي وویل: هلمند معنا شهادت، هلمند معنا سنګر، جهاد او مبارزه، خوښ یم چي له جهاد پال او متدین غازي هلمند څخه لیدنه کوم. ستاسو حمایت زموږ مسولیت دی، نوموړي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چي د استادانو د ستونزو د حل په موخه دي پر وخت رسیدګي وکړي او له ولایت مقام سره دي په همږغۍ چاري سرته ورسوي همدارنګه یې له استادانو څخه غوښتنه وکړه چي د ولس بچیانو ته په ښه توګه روزنه ورکړي،
ځکه نور د امنیت او ورورولۍ فضا رامنځته سوې، او د ا-ا-ا تر ډېره بریده سونزي حل کړي،
اما بهرنیانو د ا-ا-ا پر ضد داسي تبلیغات په کار اچولي، چي مسلمانان په خپل اسلامي نظام بد ګمانه کړي.
نوموړي استادان وهڅول چي، په تحصیلي ډګر کي پردي او باغي افکارو ته وخت ور نه کړئ او د سالم فکر روزنه ورکړئ .
نوموړي همدارنګه د مدارسو له شیوخو او دیني علومو استادانو څخه غوښتنه وکړه چي خپل طالبانو ته پر حنفي فقهي روزنه ورکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: چي هلمند ته جدي پاملرنه کوو ،
نوموړي د هلمند لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چي د دې موسسې نوم به ډېر ژر پوهنتون ته تبدیل سي، د پراختیایي کارونو لپاره به بودیجه چمتو کړو او د معاشاتو ستونزه به هم حل کړو.
نوموړي په ټینګار سره وویل:
موږ نه غواړو چي په پوهنتون کي استاد او محصل ستونزه ولري،
لکه څنګه چي ښوونځی د روزني ځای دی او پوهنتون د تحقیق، نو دې چاري ته په کتلو، باید په پوهنتون کي امکانات او د عملي کار ډګر موجود وي. ده همدا راز وویل:
موږ خپل نهایي کوښښ کوو چي د مدرسې، ښوونځى او پوهنتون واټن لیری سي او له راغلیو شیخانو او علماوو کرامو یې غوښتنه وکړه چي په افتخاري ډول دي پوهنتون ته د اصلاحي وینا په برخه کي همکاري وکړي او دا لړۍ دي جاري وساتي، نوموړي د خپلو خبرو په پای کي یادونه وکړه، چي د علماوو کرامو د سندونو د ارزیابۍ ازموینه به په هلمند کي تر سره سي.
د هلمند ولایت نوموتی دیني عالم، شیخ الحدیث مفتی شریف الله صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د لوړو زده کړو له رهبري څخه یې مننه وکړه چي د مدرسې او پوهنتون د واټن د کمولو په پار یې سیمنارونه دایر کړل او په عاجزانه او مخلصانه توګه د خپل ولس پوښتنه کوي، ده وویل: زموږ رهبري جلال نه، بلکي د جمال ده. پر موږ لازمه ده چي ددې نظام اطاعت وکړو او د ستونزو په وخت کي یې د صبر استقامت او اطاعت توصیه وکړه. ده همدا راز له یاد وزارت څخه غوښتنه وکړه د هلمند د لوړو زده کړو بنسټ له موسسې څخه پوهنتون ته واړوي او غوښتنه یې وکړه، چي پوهنتونونه باید په ظرفیت لوړونه کار وکړي او خیالي کس له تحصیلی بنسټ څخه فارغ نه کړی ترڅو په دندو کي نا اهله کس ونه ګمارل سي.
او همدارنګه د فساد د مخنیوي لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه سي،
او وخت پر وخت له پوهنتونونو لیدنه وکړي او همدارنګه د پوهنتونو او نورو دولتي املاکو ساتنه وکړي.
د غونډي په پای کي د هلمند ولایت مقام مرستیال والي شیخ مولوي عبد الرحمن کندوزي صاحب وینا وکړه، نوموړي د غونډي ګډونوالو ته
ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي جهاد او مبارزه د قوي اسلامي نظام لپاره وي او موږ پدې فکر مبارزه وکړه اما نن پر موږ لازمه ده چي په فکري روزنه کار وکړو،
موږ باید په دي کار وکړو چی خلکو ته په همدی ملک کی د خدمت کولو روحیه ورکړو تر څو د پردو ملکونو له مهاجرت او د هغوی د فکري یرغل ښکار نه سي.
یادونه: د هلمند پوهنتون رهبري د خپلو ټولو استادانو او کارکوونکوڅخه د زړه له تله مننه کوي چي د ورته پروګرامونواو نورو اړونده چاروي په ترسره کولو کي یې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړیدي او پوهنتون ته یې ویاړ وربخښلی.دپوهنتون اداره د هلمند ولایت مقام مشرتابه څخه هم مننه کوي چي د پوهنتون سره یې په هروخت او هرځای کي بشپړه همکاري کړې او ملاتړ یې کړیدی. د خپلو امنیتي ځواکونو هم مننه کوو چي د ټولو غونډو او پروګرامونو د امنیت په ټینګښت کي یې نه ستړي کیدونکي زحمت ایستلی دی.د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه خواخوږي او هڅي هم ستایو چي د پوهنتون لپاره یې د امکاناتو او اسانتیاوو په برابرولو کي ترخپله وسه همکاري کړیده.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS