د چاپیریال ساتني د اوونۍ په پار معلوماتي پرزینټېشن وړاندي سو

helmand@123
Sun, Jun 09 2024 1:11 PM
چاپیریال ساتنه

نن یکشنبه په هلمند پوهنتون کي د چاپیریال ساتني د اوونۍ د لمانځ غونډي په لړ کي  معلوماتي  پرزينټېشن وړاندي سو.

یاده غونډه  چي د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي وه، د مسلکي پراختیا مرکز په ګډي همکارۍ په داسي حال کي  چي د یاد پوهنتون رهبرۍ، د لښکرګاه ښاروالۍ او د چاپیریال ساتني ریاستونو استازو، استادانو، کارمندانو او محصلانو حضور درلود، د چاپیریال ساتنۍ د اوونۍ د لمانځني په پار معلوماتي پرزینټېشن وړاندي سو.

د پیل وینا  د چاپیریال ساتني رياست د اړیکو او اطلاعاتو لوی مدیر ښاغلي سید احمد نظري وکړل او د چاپیريال ساتني په اړه یې خبري وکړې.

ورپسې د چاپیریال ساتني سرپرست رئیس ښاغلي سمیع الله سالم د چاپیریال ساتني په برخه کي د خلکو د مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه.

بیا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د پاک چاپیریال د رامنځته کولو او په ټولنه کي یې د ارزښت په باب وینا وکړله.

علمي مرستیال وویل:چیري چي سمسورتیا وي، هلته به ژوندي موجودات ته د اوسېدو معيارونه مهیا وي، نو لازمه ده، چي د خپل ژوند د بقاء لپاره د پاک چاپیریال په رامنځته کولو کي هر فرد خپل مسؤلیت وپیژنو.

د غونډي په لړ کي د نوموړي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز امر ښاغلي مولوي عبدالحمید هلمندي د اسلام له نظره د چاپیریال ساتني پر موضوع رڼا واچوله.

ښاغلي هلمندي وویل :اسلام پاکي د ایمان برخه ګڼلې، پاک چاپیریال رامنځته کول يواځي ټولنیز مسؤلیت نه دي بلکي د اسلام مبارک دین خلک په پاکۍ امر کړي دي.

په وروستیو کي د انجینري پوهنځي د استاد ښاغلي پوهنمل عبدالولي هجران له لوري د چاپیریال ساتني معلوماتي پرزينټېشن وړاندي سو. چي په کښې د چاپیریال پیژندنه، د اقلیم بدلون، د رامنځته کېدو عوامل او ځيني نورو مطالب ګډونوالو ته روښانه سول.

د یادولو وړ ده، چي په دې وروستیو کي په نړیواله کچه اقلیمي بدلون د وچکالۍ او هوا د تودوخي د کچي د ډیرښت سره سره ګڼي نوري ستونزي هم رامنځته کړي، چي د ژونديو موجوداتو پر ژوند یې ډیر منفي تاثیر پر آيښی دی.

 

نېټه: ۸/۱۱/۱۴۴۵ ه.ق

هلمند پوهنتون

د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS