د هلمند پوهنتون استادانو ته د پایلو پربنسټ تدريس او محصل محوره زده کړي کورس تصدیق پاڼي ورکړل سوې

helmand@123
Wed, Sep 04 2024 4:14 PM
OBE

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۱ ه.ق

نن د هلمند پوهنتون غونډو تالار کښې د پایلو پر بنسټ تدریس او محصل محوره زده کړي کورس تصدیق پاڼي، د یوې غونډې په ترڅ کي د دې پوهتنون استادانو ته ورکړل سوې،

په همدې موخه جوړي سوي غونډي کي چي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري غړو حضور درلود، په سر کښې د OBE-SCL ماسټر ټرينر او د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي استاد پوهنمل محمد قاسم عادل د خپلو خبرو په لړ کي د ورته کورسونو په برخه کي د لوړو زده کړو وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه لومړني معلومات شریک کړل.

بیا د همدې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي شير احمد عاجز د یاد کورس پر ګټورتوب او ښې پایلي وږغېدی.

د غونډي په وروستيو کي، ټولو هغو استادانو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې، چي یاد کورس یې بشپړ کړی وو.

باید و ویل سي، چي د پایلو پر بنسټ تدریس او محصل محوره زده کړي کورس، د لوړو زده کړو وزارت لخوا هر کال د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو د وړتیا لوړوني او تدریسي میتودونو د ښه والي په موخه دایریږي، چي په پای کي د کورس بشپړونکو ته د یاد وزارت له خوا معتبر سندونه ورکول کیږي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS