د ( امن او يووالي ) تر سرلیک لاندي د هلمند پوهنتون په کچه د کرکيټ سیالۍ د(۱۴۰۱/۲/۲۶) نېټې څخه تر (۱۴۰۱/۳/۲۳) نېټې ترسره سوې.

helu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۱:۱۴
لوبي

د ( امن او يووالي ) تر سرلیک لاندي د هلمند پوهنتون په کچه د کرکيټ سیالۍ د(۱۴۰۱/۲/۲۶) نېټې څخه تر (۱۴۰۱/۳/۲۳) نېټې ترسره سوې.

د بېلابيلو پوهنځیو، اداري کارمندانو او د پوهنتون ورزشي کلب په ګډون لسو لوبډلو په دوو ګروپونو کي سیالۍ ترسره کړې، چي يواځي دوو لوبډلو ( د ښووني او روزني پوهنځی الف ټېم او د کرهڼي پوهنځی الف ټېم) پایلوبي ته لاره پیداکړه.

وروستۍ لوبه چي د پوهنتون د رهبري غړو، پوهځيو رئیسانو، استادانو او ګڼو محصلینو په ګډون ترسره سوه، د ښووني او روزني پوهنځی الف ټېم په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د هلمند پوهنتون اداره هڅه کوي، چي د خپلو محصلينو لپاره د ښه تدریس او زده کړو ترڅنګ د لوبو اسانتیاوي هم برابري کړي، ځکه نو وخت پر وخت د پوهنتون د سپورټ کمېټه د محصلانو ترمنځ د بیلابیلو لوبو لړۍ په لاره اچوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه, فبروري 04 2026 4:17 PM
Background image

.د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي له خوا د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي سمینار وړاندي سو

نن ورځ چهارشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کي د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه یوه معلوماتي غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د. . .

یکشنبه, فبروري 01 2026 1:26 PM
Background image

.راغلي پلاوي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ سره د محصلانو د لیلیې د بشپړولو په تړاو مهمه ناسته ترسره کړه

د هلمند پوهنتون د محصلانو د لیلیې د پاتي چارو د برآورد او بشپړولو په موخه، د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره تفصیلي ناسته ترسره کړه.

په دغه پلاوي کي د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه, جنوري 29 2026 2:31 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځی د محصلینو او استازو سره وکتل

 

نن ورځ پنجشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، په خپل کاري دفتر کي د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی له یو شمېر محصلینو او د هغوی له منتخب. . .

BACK TO NEWS