د شهزاده هیري څرګندوني د ټولو اشغالګرو استازيتوب کوي!

helu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
انځور
د شهزاده هیري څرګندوني د ټولو اشغالګرو استازيتوب کوي!
ورځ: یک شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۱۰/۱۸
هلمند پوهنتون غونډو تالار کي د یوې غونډي په ترڅ کي د شهزاده هیري څرګندوني، په کلکو ټکو و غندل سوې.
یاده غونډه د هلمند پوهنتون د دیني ارزښتونو کمېټې په مټ راغوښتل سوې وه.
غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو پیل سوه.
د وینا په برخه کي د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید وینا وکړه، ده وویل: موږ د شهزاده هیري څرګندوني، چي د افغانستان سپېڅلو شهیدانو ته یې د توهین په ډول کړي، په کلکو ټکو غندو او په تېر شل کلن اشغال کي په زیاته کچه دې ته ورته ظلمونه، وحشتونه او جنایتونه، زموږ پر مقدسه خاوره اشغالګرو ترسره کړي،
او موږ پر نړیوالي محکمې ږغ کوو، چي دا کرغېړنې کړني دي وڅېړل سي، که څه هم ډېره تمه نه ځني لرو ځکه په همدې جنایتونو کي، نړیوال په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورسره ښکېل ول.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کي وویل: دا جنایتونه او کرغېړني کړني به د افغانستان له تاریخ څخه هېري نه سي او نه به هم د افغانانو له ذهن څخه ووزي.
د اقتصاد پوهنځی یو تن استاد محترم آندیال صاحب هم وینا وکړه او ویې ویل: د شهزاده هیري وینا په سختو ټکو غندو ،داسي څرګندوني د یو شهزاده شخصیت ته سخته صدمه رسوي او په یوه متمدنه ټولنه کي، داسې څرګندوني د هیڅ توجیه وړ نه دي.جګړې چاته ګټه نه ده رسولې،
که جګړې ګټه کولای نو دوهمي نړیوالي جګړې به نړۍ ته کومه ګټه کړې وای.
موږ په نړیوالي محکمې ږغ کوو چي د شهزاده هیري او دې ته ورته جنایتونه وڅېړي.
د پښتو څانګي محترم استاد پوهنیار حمید الله حمیدي صاحب هم وینا وکړه، نوموړي وویل: د شهزاده هیري جرمي اعتراف د نړیوال قانون او جنیوا کنوانسیون خلاف ده. کله چي د سلطنتي کورنۍ یو غړي او شهزاده، په دومره زیاته کچه جرایم تر سره کړي وي،
نو د یو عادي برتانوي سرتېري جرمونه به تر کومه بریده رسېدلي وي،
دا د ټول انګلیستان د حیثیت څرګندونه کوي.
موږ پر نړیوالي محکمې او امنیت شورا ږغ کوو چي شهزاده هیري دي محاکمه کړي، تر څو ددوی انصاف په عمل کي هم ښکاره سي.
قاري عمران الله زاهدي هم په خپله وینا کي د شهزاده هیري څرګندوني په کلکو ټکو و غندلي او دا یې د ټول انسانیت او انساني قوانینو پر ضد وبللې.
د انجنري پوهنځی محترم استاد انجنر پښتون احرار په خپله وینا کي وویل: دشهزاده هیري څرګندونو دا ثابته کړه چي، امریکا او متحدین یې، د همدغو کړنو لپاره افغانستان ته راغلي و، زموږ له اسلامي هیوادونو ګیله کیږي چي د اشغالګرو په مقابل کي یې زموږ بر حق جهاد او دفاع حرامه ګڼله.
او د شهزاده هیري څرګندوني، تر ټولو لوی داغ د هغه چا پر مخ دی، چي د شهزاده هیري او نورو اشغالګرو سره یې د خپل مسلمان ورور او هیواد پر ضد مرسته کوله.
غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۶:۲۶
Background image

هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د درسي بهير پیل غونډه وسول

نېټه: ۱۴۴۶/٣/۴ هــ ق

نن د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کښې د ۱۴۰۳ تحصيلي کال د درسي بهير د پیلېدو په موخه د دې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو په ګډون غونډه وسول.

. . .
چهارشنبه, سپتمبر 04 2024 4:14 PM
Background image

د هلمند پوهنتون استادانو ته د پایلو پربنسټ تدريس او محصل محوره زده کړي کورس تصدیق پاڼي ورکړل سوې

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۱ ه.ق

نن د هلمند پوهنتون غونډو تالار کښې د پایلو پر بنسټ تدریس او محصل محوره زده کړي کورس تصدیق پاڼي، د یوې غونډې په ترڅ کي د دې پوهتنون استادانو ته ورکړل سوې،

په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

هلمند پوهنتون کي د علمي شورا  ۲ شمېره نوبتي غونډه ترسره سوه

نن دوشنبه د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو تالار کي د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۳ مالي کال د علمي شورا ۲ شمېره نوبتي غونډه د دې پوهنتون د رئیس شي/خ م؛ول/.وي حاف/ظ محمد نسیم ح؛ق/ان؛ي په مشرۍ ترسره. . .

BACK TO NEWS