د کندهار پوهنتون رئیس د یو علمي سفر په ترڅ کي د هلمند پوهنتون له چارو څخه لیدنه وکړل
نېټه: ۱۴۴۶/۳/۲۸ ه.ق
نن سې شنبه د کندهار پوهنتون رئیس او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړل.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي چي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني" مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو حضور درلود.
د هلمند پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد نسیم حقاني راغلي پلاوي ته د هرکلي مراتب وړاندي کړل او خوښي یې وښودل، چي د یو معتبر علمي بنسټ درانه غړي دې پوهنتون ته تشریف راوړي او خپلی مشورې، نظریات او علمي مطالب شریکوي.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن "طیبي" وینا وکړل، نوموړي په خپلو خبرو کي و ویل: د مسلمانانو ترمنځ پېرزوینه او مهرباني باید داسي وي، لکه د دېوال مثال، چي خښتي یې له یو بل سره نښتي او یو مستحکم جوړښت یې رامنځته کړی.
نوموړي زیاته کړه چي د مسلمانانو بریا په یووالي او همږغۍ کي نغښتې ده، الله تعالی د خپل رسول ﷺ او د هغه د ملګرو صفت په خپل منځي ترحم او پر کفارو په تشدد سره کړی دی، نو په کار ده چي موږ او تاسو د خپل منځي أخوة او ورور ولۍ په مټ افغانستان په ځان بسیا کړو.
ښاغلی طیبي د ښې رهبرۍ په ځانګړونو کي د همږغۍ او همکارۍ په اړه خبري وکړلې او زیاته یې کړه چي د کندهار پوهنتون ټول کهول د هلمند پوهنتون سره د هر راز همکارۍ په برخه کي چمتو دی.
د غونډي په وروستي کي د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالاحد "ذاهد" د کیفیت لوړوني د یوولسګونو معيارونو د تشریح ورکشاپ وړاند کړ.