هلمند پوهنتون کي درې ورځنی دیني او علمي سیمنار پای ته ورسېد!

helu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۴۷
انځور
ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۸/۱۶
څرنګه چي د نن ورځي(وروستۍ ورځي) لپاره دوه علمي او دیني موضوعات مو لرل، لومړۍ موضوع( د مسلمانانو د امیر حقوق او واجبات) چي د شیخ الحدیث و التفسیر الحاج مولوي محمد سعیدي صاحب له لوري وړاندي سوه، د مسلمانانو حقوق او د امیر د حقوقو په اړه یې پوره توضیحات ورکړل او د مسلمانانو خدمت یې د امیر دنده وبلله.
بله موضوع( د جهاد حقیقت او اهمیت) تر سرلیک لاندي د شیخ الحدیث و التفسیر الحاج مفتي شریف الله صاحب له لوري وړاندي سوه، د جهاد ډولونه او حقیقت یې د سمینار ګډونوالو ته وړاندي کړ. نوموړی سیمنار چي د لوړو زده کړو وزارت په هدایت او همکارۍ سره دایر سوی و، درې ورځي یې دوام وکړ، چي د سترو دیني او علمي شخصیتونو له لوري وړاندي سو.
د مناقشو په برخه کي بېلابېلي پوښتني او بحثونه مطرح سول، چي د ګډونوالو په علمي، فکري او معلوماتي اړخونو کي به مثبت تاثیر ولري.
د سمینار د اختتامیې ارزونه د هلمند پوهنتون د علمي مرستیال( پوهنیار محمد نعیم دوست) له لوري وسوه، په ټوله کي یې یاد سمینار ډېر ګټور وباله او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د دا ډول او همدارنګه د مسلکي رشتو په برخه کي د نورو سمینارونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په اخیر کي دا درې ورځنی سمینار د هلمند پوهنتون د مسجد ملا امام(الحاج مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب) له لوري د اختتامیه دعا په کولو پای ته ورسید.
نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه شنبه, جنوري 06 2026 4:51 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۴۲
Background image

.د روحي فقر پر زیانونو او حل‌ لارو علمي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي جومات کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د روحي فقر په اړه یو علمي او اصلاحي سمینار د ترسره سو، چي پر مهال یې د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

هلمند پوهنتون کي د ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.

نن  د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد شریف کي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون همکارانو ته د "ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندي یو مهم او اصلاحي. . .

BACK TO NEWS