هلمند پوهنتون کي د کرهڼي او مالدارۍ د علمي څېړنو کنفرانس پيل سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۹
د علمي څېړنو کنفرانس

نېټه: ۱۴۰۳/۷/۲۲ ه.ش

نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د کرهڼي او مالدارۍ د علمي څېړنو کنفرانس د دوو ورځو لپاره پيل سو.

 

ياد کنفرانس چي د دې پوهنتون د علمي څېړنو آمريت له لوري د پي، ډي، سي مرکز په تخنيکي همکارۍ چمتو سوى وو.

په نوموړي کنفرانس کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او زده کړیالانو سربیره د ولایت مقام، د خصوصي پوهنتونونو، ښاروالۍ، پوهني رياست او نورو ادارو استازو هم حضور درلود.

د کنفرانس د پيل وينا د دې پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنيار محمد نعيم "دوست" وکړه، هغه راغلو استازو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د یاد کنفرانس لومړني معلومات یې ګډونوالو ته وړاندي کړل.

ورپسې استادانو د کرهڼي، مالدارۍ، وترنرۍ او اقتصاد څانګو کي د ترسره سوو څېړونو پايلي او لاسته راوړني شريکي کړې.

د کنفرانس لومړۍ مقاله د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالمالک کریمي "په هلمند ولایت کي هندواڼو ته د بازار موندني اقتصادي تحلیل" په سرلیک پیل کړل.

وروسته دوهمه مقاله د زراعت پوهنځي استاد  پوهمنل عبدالحميد نظري " د پنبې د شوتې مرض د مخنیوي موثره درملو د کتني" په سرلیک، دریمه مقاله د یاد پوهنتون د څېړنیز مرکز مسؤل پوهندوی دوکتور علي احمد احمدي" د کرنیزو محصولاتو لپاره منظم مارکېټ" په عنوان خپلي موندني له ګډونوالو سره شریکي کړې.

دغه راز څلورمه مقاله د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد امان احمدزي " د هلمند ولایت د مرغدارۍ د موجوده وضعیت تحلیل" په عنوان او وروستۍ مقاله د زراعت پوهنځي استاد پوهنیار عبدالولي همت له لوري" د غوښینو چرګانو په فارمونو کي د واکسین د ناکامۍ د عواملو" تر سرليک لاندي خپلي لاسته راوړني وړاندي کړلې.

د کنفرانس په بهير کي مناقشه هم ترسره سوه او د ګډونوالو پوښتنو ته تفصیلي ځوابونه ورکړل سوه.

باید وویل سي، چي یاد کنفرانس به سبا دوشنبه هم دوام ولري او د استادانو له خوا به د ترسره کړو څېړونو موندني او لاسته راوړني له استازو او حاضرینو سره شریک سي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه, جنوري 07 2026 4:48 PM
Background image

.د غصب د مخنیوي په اړه د مشرتابه مقام ۴۳م هدایت تشریح سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د شخصي ځمکو د غیري قانوني تصرف او غصب د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله‌ و رعاه د ۱۴۴۰/۹/۱ نېټې د ۴۳. . .

چهارشنبه, جنوري 07 2026 4:45 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ /لحدیث و /لتفسیر مفت.ي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون د رهبرۍ سره، پر یو لړ مهمو علمي موضوعاتو بحث وکړ.. . .

سه شنبه, جنوري 06 2026 4:51 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS