هلمند پوهنتون کي و کابل ته د مجاــــ هدینو د فاتحانه داخلېدلو دوهمه کلیزه ولمانځل سوه!

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۳۴
image
هلمند پوهنتون کي و کابل ته د مجاــــ هدینو د فاتحانه داخلېدلو دوهمه کلیزه ولمانځل سوه!
نېټه: ۱۴۴۵/۱/۲۸
نن سه شنبه په هلمند پوهنتون کي کابل ته د مجـاــــ هدینو د فاتحانه داخیلېدلو او د هغوی په لاس د تېر ګــوــــ ډاګـي رژیم د نسکورولو ویاړمني ورځ په شانداره مراسمو او د الله تعالی د شکر په اداکولو سره ولمانځل سوه.
یاده غونډه کي د هلمند دولتي او خصوصي پوهنتونونو رهبریو، استادانو، محصلینو سره سره د هلمند دیني جامعې رهبرۍ پلاوي هم حضور درلود.
غونډه د قرانکریم د څو مبارک آیتونه په تلاوت پیل سوه،
وروسته د ویناوو په برخه کي د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محترم استاد شیخ الحدیث و التفسیر الحاج مولوي عبد الهادي حلیم صاحب وینا وکړه، د مراسمو ګډونوالو او ټولو افغانانو ته یې ددې ستري بریا او ازادۍ مبارکي وویله او خوښي یې څرګنده کړه چي افغانان نن په یوه ازاده او اسلامي فضاء کي خپل شرعي او دودیز فعالیتونه ترسره کوي.
نوموړي ټولو شهـــ...یدانـــو ته د قبولیت دعا وکړه او کونډو او یتیمانو ته یې صبر جمیل دعا وکړه او اړوند خلکو ته یې ددوی د لاسنیوي او مرستي توصیه وکړه، همدا راز د ازادۍ په راوستلو کي یې د هلمندي ولس او ټولو افغانانو د سرـــ ښندنو ستاینه وکړه.
ورپسې د هلمند ولایت ددیني جامعاتو او تخصصاتو محترم رئیس شیخ الحدیث و التفسیر الحاج مولوي عبد المالک نیازي صاحب هم ګډونوالو ته د یاد اش....ـــغال د خاتمې او ازادۍ مبارکي وویله، د افغانانو په تېره بیا د هلمندي ولس سرـــ ښنـدني یې وستایلې او د شه....یدانو روح ته یې دعا وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي د هلمند ددیني جامعاتو او تخصصاتو د ریاست د اهمیت په تړاو معلومات ورکړل نوموړي وویل چي په یاد ریاست کي به د اسلامي بانکدارۍ، فقهي او قانون، قضاء او اسلامي اقتصاد په برخو کي هیوادوال ماسټري او تخصص کوي.
د ویناوو په نوبت سره د هلمند پوهنتون د استادانو په استازولۍ دروند استاد پوهنیار حمید الله حمیدي صاحب هم د یادي ورځي په تړاو ټولو افغانانو ته مبارکي وویله ده په خپلو خبرو کي په افغانستان کي په یوه پېړۍ کي د افغانانو په لاس د الله تعالی په مرسته درو سترو زبر ځواکو امپراطوریو د دړي وړي کېدو تاریخي مسیر واضح کړ او د افغانانو ځانګړني او سرـــ ښنـدني یې وستایلې.
د محصلانو په نمایندګي ښاغلي قدرت الله صمدي وینا وکړه ویې ویل د خوښۍ ځای دی چي د آمن او سولي تر چتر لاندي خپلي زده کړي مخته وړو او په ارامه فضاء کي د هیواد د پرمختک او بسایني لپاره کار کوو، په آمن کي نیکمرغي نغښتې او د ژوند د هر اړخیزو اسانتیاوو څخه برخمن یو.
د یادي پر تمیني لمانځغونډي په وروستیو کي د هلمند پوهنتون ورزشي کلب له لوري جالب او زړه راښکوونکي نمایشات هم ګډونوالو ته وړاندي سول.
غونډه په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېده.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

دوشنبه, اپرېل 20 2026 3:43 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د فکري روزني سیالۍ ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه.

نن ورځ د هلمند پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني (رح) د غونډو په تالار کي د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د یو لړ ځوانانو د ستایني مراسم ترسره سول.

دغه مراسم د هلمند پوهنتون،. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:48 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:47 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

BACK TO NEWS