.په هلمند پوهنتون کي د هلمند او نیمروز د دینی مدارسو د فارغانو د سويې د تثبیت ازموینه پیل سول

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۶

 نېټه: ۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ ق

 نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د دیني مدارسو د فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه سويې د تثبیت ازموینه د یو غونډي په ترڅ کي پیل سوه. په غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادان، د ازموینو ملي ادارې استازي او د هلمند د معارف ریاست مسؤلینو ګډون درلود.

غونډه د هلمند پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په ښه راغلاست وینا پیل سوه، وروسته د معارف ریاست سرپرست رئیس او د منابعو اداري آمر حافظ حکیمي مولوي صاحب وینا وکړه.
د غونډي وروستۍ وینا د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي مشر مدیرجان کوټوال وکړه. نوموړي د ازمویني د پروسې حاضرینو ته د شفافیت ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه چي د امتحاناتو پروسه به د هر ډول درغلۍ څخه پاکه وي او هر امتحان ورکوونکي ته به د خپل استعداد مطابق درجې ورکړل سي.
نوموړي همداراز د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او همکارانو څخه مننه وکړه، چي همېشه یې د یادي ادارې سره د چارو په تنظیم کي مرسته کړې.

ورپسې د فاضلانو په حضور کي د ازمویني صندوقونه خلاص سول او ازموینه په رسمي ډول پیل سوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 25 2026 2:41 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS