د اکاډمیکو همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا په موخه د هلمند پوهنتون او ډایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ دوه اړخیزه تفاهم لیک لاسلیک سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۲:۲۱
هوکړه ليک

د دوه اړخیزه همکاریو تفاهم لیک د هلمند پوهنتون د رئیس شيخ مولوي حافظ محمد نسيم حقاني او ډایکڼدي د لوړو زده کړو مؤسسې  د رئیس انجینر محمد ناصر حنظله  ترمنځ د کوربه پوهنتون د رهبرۍ غړو د مالي او اداري چارو مرستيال ډاکټر سميع الله سعيد او د علمي چارو مرستيال پوهنيار محمد نعيم دوست او د انستو پوهنتون د اداري چارو مرستيال انجينر عزيزالله اماني په حضور کي لاسلیک سو.

د ياد رسمي تفاهم لیک  د لاسلیک په بهیر کي دواړو لوریو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړل، چي د نوموړي تفاهم لیک په اساس به  د پوهي او سرچینو تبادله ، د مشترکو څيړنیزو پروژو د پلي کولو او په ځانګړي ډول د اړوندو پوهنځیو علمي او اداري تجربو په ښه توګه شریکولو اسانتیا رامنځته سي.

د یادولو وړ ده، چي مخکي هم هلمند پوهنتون د اکاډمیکو همکاریو په موخه دوه اړخیزه تفاهم لیکونه د البیروني پوهنتون او فراه پوهنتون سره لاسلیک کړي دي.

هیره دي نه وي، چي د ډایکنډي د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس انجینر محمد ناصر حنظله، د انستو پوهنتون د اداري چارو مرستیال انجینر عزیزالله اماني په داسي حال کي چي د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال  داکټر سمیع الله سعید یې ملتیا کول،  د هلمند پوهنتون د اداري چارو،کمپیوټر لیب،کتابتون، لابراتوارونو او همدا راز د ګڼو نورو پروژو چي دا مهال یې کار روان دی، لیدنه وکړل.

یکشنبه

1402/11/15ه.ل کال

د عامه پوهاوي او نشراتو مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS