.هلمند پوهنتون کي د نفس تزکیې تر عنوان لاندي اصلاحي سیمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۵

 

نن ورځ سه شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د نفس تزکیې تر عنوان لاندي مهم اصلاحي سیمینار وړاندي سو. چي پر مهال یې د دې پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

سمینار د دعوت او ارشاد د امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا پیل سو،  نوموړي  د نفس د تزکیې اهمیت د قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کښي ذکر کړ.

ښاغلي ذاکر صاحب د خپلو خبرو په جریان کي و ویل، چي د نفس تزکیه ځکه مهمه ده، چي زموږ نېک اعمال کمزوري دي او بل لوري ته د نفسي خواهشاتو او شیطاني دسیسو سره مخ یو، د خپل نفس پېژندل او کنټرولول ستر اجرونه لري، رسول الله ﷺ فرمایي: چاچي خپل نفس و پېژندی، حقیقت کي یې خپل رب ﷻ و پېژندی.

نوموړي د سمینار په وروستیو کي د نفس د تزکیې پر لارو چارو علمي بحث وکړ او زیاته یې کړه، چي د نفس د تزکیې راوستلو مؤثري لاري د ځان سره محاسبه، د خپلو عیبونو تذکر او د غلطو صفتونو په نېکو صفتونو بدلول دي.

یاد سمينار په دعائيې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:40 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:38 PM
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:33 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS