د دريو پوهنځيو علمي او اداري فعاليتونه د معيارونو له مخي وارزول سول.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۴۴
ارزونه

د پوهنځیو د ارزونو په دوام، نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو، د دې پوهنتون د کرهڼي، اقتصاد او وترنري پوهنځیو څخه لیدنه وکړه او د یادو پوهنځیو علمي او اداري چاري یې له نږدې وارزولې.

د ارزوني پر مهال د یادو پوهنځیو د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړي، اجنډاوي او نور اړوند اسناد وکتل سول او د چارو د تنظیم ترڅنګ د تدریسي بهیر څرنګوالی هم په دقت سره وارزول سو.

ښاغلي ابو احمد صاحب د يادو پوهنځیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چي یاد پوهنځي د ټولني په اقتصادي وده، ځان بسیا کېدو او د حیواني سکتور په پرمختګ کي بنسټیز او حیاتي رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چي د دې پوهنځیو استادان او مسؤلین باید د علمي تدریس ترڅنګ د محصلانو عملي مهارتونو، مسلکي وړتیاوو او د نوښتګر فکر په پیاوړتیا کي جدي پاملرنه وکړي، څو داسي کدرونه وروزل سي چي د کرهڼي د عصري کولو، د تولیداتو د زیاتوالي، د حیواني روغتیا د ښه والي او د چاپيريال  د ساتني په برخو کي اغېزمنه ونډه واخلي او د هيواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره عملي خدمتونه ترسره کړي.

بايد وويل سي، چي دا ډول ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د ښه والي په موخه ترسره کيږي.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:40 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:38 PM
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:33 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS